نړۍ

امریکا د حماس پر ملاتړو هیوادونو بندیزونه لګوي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۵): د امریکا په کانګریس کې د هغوی هیوادونو پر ضد یو نوی قانون تصویب شو چې په فلسطین کې د حماس ډلې ملاتړ کوي.

په نوي قانون کې به پر هغو هیوادونو او افرادو اقتصادي او نور بندیزونه لګیږي چې د حماس ډلې هر رنګه ملاتړ کوي.

د اسوشیټډ پریس په وینا دغه قانون په ځانګړي ډول «قطر» هیواد په نښه کوي ځکه چې د امریکايي سناتورانو په وینا د حماس سره اقتصادي او عسکري مرسته کوي.

نوی قانون په ځانګړي ډول پر قطر تور پوري کوي چې د حماس ډلې لویه مالي مرسته کوي او د هغوی هغه مشرانو ته سیاسي پناه ورکوي چې په ډیرو نورو هیوادونو کې د «تروریستانو» په نظر ورته کتل کیږي.

د امریکا د کانګریس د بهرنیو چارو کمېټې همداراز د فلسطین پر منل شوي حکومت هم خپل کومکونه مشروط کړل او غوښتنه یې وکړه چې فلسطیني حکومت دي پر اسرائیلي او امریکايي اتباعو د بریدونو مخنیوی وکړي.

باید وویل شي چې مخکې هم امریکا د فلسطین حکومت ته خپل کومکونه په ورته توګه مشروط کړي وه.

د فلسطین رسمي حکومت چې مشري يې محمود عباس کوي، د فلسطیني قانون له مخې د شهیدانو کورنیو ته مالي کومکونه ورکوي خو د امریکا د کانګریس د بهرنیو چارو کمیټې غوښتنه کړې چې د شهیدانو کورنیو ته باید هیڅ ورنه کړل شي کنه دوی به خپل مالي همکاري د فلسطینی حکومت سره ودروي.

باید وویل شي چې امریکا ، اسرائیل، سعودي او امارات د حماس ډله «تروریستي» ډله بولي او پر قطر هیواد باندي تور پوري کوي چې ددغه ډلې مالي او سیاسي ملاتړ کوي.

د روان کال ۲۰۱۷ د جون میاشتي څخه سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر هیواد بندیزونه لګولي او هغه یې د نورو تورونو تر څنګ د اخوان المسلمین او حماس ډلې په ملاتړ تورن کړی دی، خو قطر دغه تورونه ردوي او وايي چې دوی هر څه د امریکا او عربي هیوادونو په غوښتنه او خوښه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx