نظــر

اوباما افغانستان څنګه له لاسه ورکړ؟

یادونه: لاندې تبصره د ډيلي بیسټ برېښنايي پاڼې خپره کړې ده، دوی یواځې په دې غږېدلي چې په سیاسي لحاظ امریکا له افغانستانه څنګه ځان ورټولوي او د دې مبصر په قول د کرزي او اوباما بې کفايتۍ د دواړو د بېلتون سبب شوی، په داسې حال کې چې په هېواد کې د زرګونو هغو ځوانانو قربانیو د اوباماله ګوتو افغانستان ویوست، چې د هېواد دخپلواکي لپاره يې خپلې غوښې وشیندلې او لايې شیندي.ژباړن

لندن: ـ ( دډېروګواښونو او بریدونو په منځ کې د شنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره شوې، په یادو ټاکنو کې یوه مثبته نقطه دا وه، چې حامدکرزی او د ده د ټیم هغه خلک چې د نا امنۍ سبب ګڼل کېدل نوماندان نه وو)

ډیلي بیسټ برېښنايي پاڼه د افغانستان د حالت اړوند لیکي:

 (سره له دې چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې حامدکرزی باید واک پرېږدي، مګر داسې یو رهبر هم شته چې د هغه دمدیریت له لاسه افغانستان له منځه وړل کېږي او په دې هېواد کې يې داسې جنګ پيل کړی، چې دوی يې ښه بولي،دا رهبر د امریکا جمهور ریس بارک اوباما دی. دا ډېره لرې خبره ده چې د شنبې د ورځې په ټاکنو کې دې په قاطع ډول څوک واک ترلاسه کړي، مګر هغه څوک به يې ترلاسه کوي چې د رایو په غلاکې مهارت ولري.د پام وړ د بدلون تمه د حامدکرزي د مالیه د پخواني وزیر اشرف غني احمدزي نه کېږي.

هغه په خوشک مشهور دی، د ده د همکارانو په خبره یو وار يې په خبروکې په غوسه په سوک مېز مات کړ. د ۲۰۰۹ز کال په ټاکنو کې اشرف غني یواځې درې سلنه رايې خپلې کړې وي. په داسې حال کې چې ډاکټر عبدالله په ۲۰۰۹ ز کال کې دېرش سلنه رایه ګټلې وه. د پرونیو ټاکنو اړوند ویل کېږي چې د زلمي رسول او عبدالله په پرتله اشرف غني وړاندې دی.

په تېرو ټاکنو کې چې کرزی د درېیم وارلپاره واک ته ورسید، نو په داسې یوه جګړیزه ساحه کې ټاکنیزه تجربه سخته وه، مګر د کرزي او اوباما ترمنځ په تېرو ټاکنو کې بې دریغه درغلې یوه فاجعه وه، ځکه په تېرو ټاکنو کې نږدې اته سوه صندوقونه تقلبي ډک شوي وو، ګر حامد کرزي د ۲۰۰۹ز په ټاکنو کې بې قانوني هسې ډنډوره وګڼله او خپله پنځه کلنه دوره يې له امریکا سره د اړیکو د پرېکولو لپاره ځانګړې کړه.

کرزي هڅه وکړه چې ځان سوله خوښی وښيي، ځکه خو يې د عامو وګړو په وژنه، په شپنیو چاپو او د امریکا له خوا پاکستان ته د جنګ په نه غځېدا نېوکې وکړي. په تېر یو کال کې حامد کرزي د امنيتي تړون له لاسلیکه انکار وکړ چې پراساس به يې دلته د اوږدې مودې لپاره امریکایان پاته کېږي، حامدکرزي دالاسلیک راتلونکي ولسمشر ته پرېښود.

همدا یوه میاشت وړاندې حامدکرزي واشنګټن پوسټ ته وویل: په افغانستان کې د جنګېدلو لپاره جنګ نشته، زه باوري یم چې دا نښتې ساختګي دي چې يواځې افغانانو ته پکې زیان اوښتی.

د کرزي له ټولو نیمګړتیاوو سره سره ، په امریکا کې د اوباما له ټاکل کېدو وروسته هغوی غوښتل چې په افغانستان کې یو ښه شریک ملګری ولري، مګر د دوی دا هېر و، چې حامد کرزی بې له تقلبه هم کامبېدای شي.

اوباماپه افغانستان کې د بوش د تګلارې د هغه نیمګړتیاوو چې په ټاکنو کې به يې دوی یادونه کوله، د پوره کولو لپاره شل زره نور امریکایي عسکر افغانستان ته راولېږل، څه وخت وروسته يې دېرش زره نور راولېږل او په دې توګه يې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېردوه برابره شاوخوا سل زره تنه کړ.

اوباما اصلاً د امریکايي عسکرو په ډېرښت کې زړه نازړه و، مګر د خپلو مقاماتو غوښتنې يې نه شوای ردولای. د دې عسکرو ډېرښت په دې خاطر و، چې په افغانستان کې د نوې ادراې اوضاع سمه کړي، او دا خبره د حامد کرزي په انرژې پورې تړلې وه، مګر اوباما د هغه د لارښوونکي پرځای رول ونه لوباوه او له کرزي سره يې مخامخ خبرې ونه کړي،ځکه خو داتګلاره اغېزمنه نه وه.

اوباما چې کله خپله یوسل شل ملیارده ډالري سرمایه د عسکرو په وتو راکمه کړه نو خپله موضوع يې اعلام کړه. رابرت ګیتس د امریکا پخوانی دفاع وزیرد عکسر د وتولو د ستراتېژي اړوند اندېښمن و.

هغه پخپل کتاب کې ليکلي: جمهور ریس اوباما پخپلو قوماندانانو باور نه لري، نه شي کولای کرزی وزغمي، په تګلاره باور نه لري او په افغانستان کې جګړه په ځان پورې تړلې نه ګڼي. د هغه له پاره هر شی له افغانستانه د باندې خلاصه کېږي.

د اوباما دټاکل کېدو د وخت په پرتله نن افغانستان ډېر ځورېږي. کېدای شي دلته به امریکایان لږ وژل شوي وي، مګر ګڼ شمېر عام وګړي پکې له منځه تللي. په دې هېواد کې ډېرې وسلې، ډېر جنګیالي او نیمه نظامیان راپیدا شوي. چې دا ټول د اوباما میراث دي. دا داسې اتفاق دی چې که تاسې له واقعیته ونه تښتئ، ورسره مخ کېږئ!)

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x