افغانستان

ننگرهار: په چپرهار ولسوالۍ کې پر امریکايي عسکرو برید شوی

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ غلام ډاګ سيمه کې پر امریکايي پوځيانو بريد شوی دی.

د غلام ډاګ يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا ته وويل، چې نن له غرمې مخکې څه د پاسه لس بجې د چپرهار په غلام ډاګ سيمې کې طالبانو پر پلي امريکايي پوځيانو د راکټ برید کړی دی.

د لومړنيو معلومانو له مخې په دغه بريد کې درې امریکايي عسکر لګېدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x