افغانستان

فاریاب: د دوستم د ډلې یو اربکی قومندان وژل شوی / انځورونه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۶): په فاریاب ولایت کې د اربکیانو یو قومندان په چاودنه کې وژل شوی او یو شمېر ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

د فاریاب امنیه قومندانۍ رسنیو ته تایید کړې چې تېره شپه د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د قومندان نعیم جمشیدي پر موټر ماین وچاودېد چې له امله یې نوموړی ووژل شو او لږ تر لږه پنځه تنه ملګري يې ټپيان شول.

جمشیدي د لومړي مرستیال جنرال دوستم د جنبش ګوند مخکښ غړی هم وو او ددغه ډلې د پاڅون کوونکو غیر قانوني وسلوالې ډلې مشري يې په غاړه لرله.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پېښه تایید کړې او مسؤولیت یې هم په غاړه اخیستی دی او ویلي يې دې چې د قومندان نعیم موټر یې د ماین په واسطه د پښتونکوټ اړوند قزلقول په سیمه کې په نښه کړ چې له امله یې هغه ووژل شول او پنځه ساتونکي يې ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x