افغانستان

طالبانو د قيصار ولسوالۍ بازار نېولی

نن ټکی آسیا: د فارياب والي او امنیتي چارواکي وايي، چې د طالبانو د مسلسلو بریدونو په پایله کې،چې له پرون راهیسې تر مازدیګر پورې روان و،  د قيصار ولسوالۍ اړوند د شاخ بازار سيمه د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې ده.

د فاریاب والي محمدالله بتاش ویلي، چې  وروسته له هغه چې په ياده سيمه کې د ملي اردو د ځواکونو ماموريت پاى ته ورسېد او له سيمې راووتل پرون له غرمې وروسته وسله والو طالبانو پردې سيمه بريد کړى او څلور بجې يې نيولې ده.
ښاغلی بتاش زیاته کړه، چې په شاخ بازار کې اربکیان هم موجود وو، خو د سيمې په ساتلو کې پاته راغلي او بالاخره طالبانو تر نیولې ده.
نوموړي زیاته کړه، ګډ ځواکونه به ډېر ژر بېرته د سېمې د نېولو لپاره یو پیاوړی پلان تر کار لاندې ونیسي.
طالبانو تر دې مهاله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x