نړۍ

امریکا په افغانستان، عراق او سوريې کې د خپلو عسکرو شمېر څرګند کړ

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ويلي، چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د خپلو عسکرو شمېر ښکاره کوي او ادعا يې کړې، چې شاوخوا څوارلس زره عسکر يې د افغانستان په امريکايي مرکزونو کې پراته دي.

د افغانستان سربېره يې په عراق او سوریه کې هم د خپلو عسکرو شمېر څرګند کړی او زیاتوي، چې ۵۰۳ عسکر يې په سوريې او ۵۲۶۲ يې په عراق کې پوځي عمليات کوي.

دغه معلومات د امریکا په دفاع وزارت پنټاګان کې یوه جګپوړي جنرال «کینیټ ماکینیزي» په یوه مختصر خبري کانفرانس کې ورکړه، او څرګنده یې نه کړه چې ولي اوس د خپلو ځواکونو د شمېر په اړه داسي څرګندونې کوي.

له تېرو څو کلونو راهيسې امريکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو ناسم شمېر ښکاره کوي.

د ۲۰۱۵ م کال له پيله يې ويل، چې په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي پوځيان په افغانستان کې پراته دي، خو وروسته څرګنده شوه، چې د امریکايي عسکرو رښتينی شمېر نه دی روښانه او سربېره پر دې د امریکايي قرادادي ملېشو شمېر تر اوسه هم د رسنيو له سترګو پټ دی.

امریکا په تېرو دوو کلونو کې ادعا کوله، چې يوازې د افغان دولتي عسکرو روزنه کوي، خو د پوځي چارو کارپوهانو او عيني شاهدانو ويلي و، چې امریکايي او ناټو پوځيان د طالبانو او په اصطلاح د مشکوکو خلکو پر ضد په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې برخه اخلي.

د پوځي چارو کارپوهان د امریکا ادعا ناسمه بولي او وايي، چې د بګرام سربېره په هرات، کندهار، ننګرهار، بلخ او نورو ولايتونو کې د امریکا په لسګونو پوځي اډو کې دومره امریکايي پوځيان پراته دي، چې شمېر يې نه افغان حکومت ته معلوم دی او نه يې هم امريکا روښانه کوي.

د کتونکو په باور د امريکايي پوځيانو سربېره د امریکا قرادادیان بلک واټر زرګونه ملېشې هم په افغانستان کې د طالبانو او عامو خلکو پر ضد خپلسرې جګړې او بمبارۍ کوي او څوک يې د پوښتنې نه شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدیر مهمند

تعداد قراردادی ملیشاء های تروریست های سی آی ای فرعونیان شکست خورده در افغانستان معلومدار است اما ژورنالست های ما اکثریت شان در زیر رکاب اشغالگران سگ دوی میکنند حقایق را نشر نمی کنند آیا کدام ژورنالست جرآت کرده می تواند که در این باره بامن مصاحبه کند:ه حقایق را با اسناد بگویم؟. http://www.thefiscaltimes.com/Articles/2013/06/03/Pentagon-Has-No-Idea-What-108K-Contractors-Are-Doing

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x