
۱۹ کلنو اسیا جام: افغانستان پایلوبې ته ووت
نن ټکی اسیا (جمعه ۲۶م لړم ۱۳۹۶ل) افغان ۱۹ کلنې ځوانې لوبډلې نن نیپال ته ستره ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.
د ۱۹ کلنو اسیايي جام سیالۍ کې چې په مالیزیا کې ترسره کیږي، نن د افغانستان او نیپال تر منځ نیمه پایلوبه ترسره شوه چې افغانستان نیپال ته په ۷ ویکټو اسانه ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې بچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه، نیپال د ۲۸ اورونو په لوبولو د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یواځې ۱۰۳ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لخوا ورو توپ اچونکي مجیب ځدران ښه توپ اچونه وکړه. هغه په ۱۰ اورونو کې د نیپال ۶ کلیدي لوبغاړي وسوځول. نوموړی د خپلې ښې توپ اچونې پر مټ د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
افغانستان د ۲۰ اورونو په لوبولو سره د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ټاکل شوی هدف په ډیره اسانۍ پوره کړ، او پایلوبې ته یې لار ومونده.
د افغانستان لپاره تر ټولو ډیرې ۷۱ منډې رحمان الله ګوربز وکړې.
د ا لومړل ځل دی، چې افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د آسیايي جام پایلوبې ته لار پیدا کوي.
افغان لوبډلې تر دې وړاندې درې ځل تر نیمه پایلوبې رسیدلی و.
د دغه جام په پایلوبه کې افغانستان له پاکستان سره د روانې میاشتې په ۱۹مه مخامخ کیږي.
افغانستان د اسیا جام په لومړی لوبه کې هم پاکستان ته لویه ماتې ورکړې وه. په پایلوبه کې به د لومړنۍ لوبې د بایللو له کبله فشار پر پاکستانۍ لوبډله وي.