
بهار د مینې
حمزه حسیني
زړونه پېلي مو په تار د مینې
دار بدلوو مونږه په نار د مینې
د رب رضا په سرو لمبو کې غواړو
د حریت ژوند په زولنو کې غواړو
ځان سوځو کوو رفتار د مینې
د وخت موسي فرعوني سر ماتوي
د صلیبي جهان لښکر ماتوي
فتحه یې ځل کړي په رخسار د مینې
د ازادۍ ګلاب به وسپړیږي
له خوشحالۍ به بورا ونڅیږي
یو ځل به بیا راشي بهار د مینې
خالد په توره تورتمونه وهي
راوړي رڼا پسې مزلونه وهي
خوږ تبسم کوي په لار د مینې
<حمزه> ته ورکړې ربه دغه مقام
د شهادت رښتین بې غمه مقام
چې پر زړګي یې شي پرهار د مینې