نړۍ

جنوبي وزيرستان: پر يو موټر د ډزو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

نن ټکی اسيا: جنوبي وزيرستان شکتوۍ سيمه کې پر يو موټر د نا معلومو وسلوالو د ډزو له امله څلور تنه وژل شوي او يو ټپي دي.
د رسنيو له قوله پنځه کسان په يو موټر کې ناست وو چې، شکتوۍ نومې سيمې سره پرې ناڅرګندو وسلوالو ډزې وکړې چې، څلور تنه پکې ځای پر ځای و وژل شول او يو يې ټپي دی.
د وژل شويو کسانو هويت ندی څرګند، ولې يو شمې سرچينې وايي چې، وژل شوي کسان د پاکستاني طالبانو قومندانان دي.
د يادونې وړ ده چې، څه موده وړاندې هم شمالي وزيرستان کې نامعلومو وسلوالو د پاکستاني طالبانو يو مشر عصمت الله بيټنی سره له خپلو ملګر وژلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x