نظــر

ولسمشر نه ګيله

مهاجر خدرخیل

دوړو وړو بنګنو او د ډېرو نورو طيارو خاونده !

په دې تور تم او حساس وخت کې په ګران افغانستان کې بهرني او داخلي ځواکونه، ژېړ او شنه ټانکونه، زېړې، تورې، سپينې اوشنې رنجرې د افغانانو قاتلان ، بدمعاشان او کمونستان هر څه له تاسره دي ، په خوارانو او بې وزلانو افغانانو رحم وکړه!

له خپلو باعزته افغانانو څخه خپل خوړونکي سره سپي او خړ لېوان ايسار کړه! هرڅوک چې دلته اوسيږي اوستا د بادشاهي لاندې شپې او ورځې سبا کوي ،هغه له خپلو سپیو او لېوانو څخه وساته او قدر يې کوه!

ای د سرو سپیو او خړو لېوانو خاونده!

ستا د سپیو تاوان له تا رسيږي او د دوی په ضرر ته نيولی شې.

سپی ،ليوه او نفس درې واړه يو شان دي او هر شي ته خوله اچوي، ته خپل وحشي سپیان او وحشي لېوان وتړه او په خپلو وطنوالو رحم وکړه ،ته په خپلو سپیو او لېوانودا ګومان مه کوه ،چي دوی به هر وخت ستا دښمنان او غليمانو ته غاپي، دوی ډېر ځله داسمان ستورو او سپوږمی ته هم غاپي،او ستا په ملګرو او اشنايانو هم حملې او غوټې وهي ډېر کرته سرو سپيانو په خړو لېوانو په هلمند او نورو ولايتونو کې حملې او بمبارونه کړي ډېر کرته سره سپیان زمونږ افغاني خوېندې بې عزته کوي له هغوی څخه حياء اخلي او خړ لېوان ورباندې پیره کوي،

آه! هېڅوک زمونږ نارې نه اوري.

ولسمشمره دخپلو سپیانو او لېوانو حملې نه وينې؟ تېره ورځ يې دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې سپين ږيري ، ځوانان،تنکي ماشومان ، او ښځې په شهادت ورسولې.

ولسمشره! زمونږ فرياد ستا تر ارګه نه رسيږي؟

زمونږ د ملت چغې او ژړاګانې نه اورې؟

ولې څه نه وينې؟

ولې په افغانانو رحم نه کوې؟

ولسمشره! مونږ ته معلومه شوه چې ته په خپل واک کې نه يې! ته د اغيارو په لاس د افغانانو ستر قاتل ،ملي خاين او د پيپسي تش بوتل يې.

ولسمشره! په اخره کې دالله ج څخه سوال کوم چې په ورځ د محشر دې الله جل جلاله تا له همدغو سرو سپيانو او خړولېوانو په صف کې راوچت کړي. امين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

خدرخیل صاحب سلامونه! ستا له نیکو احساساتو مننه کوم ، زه باور لرم چه تاسی چه هغه د جان کیری نکاح شوی ته د ولسمشر نوم ورکړی ( (((په دا سی حال کی چه هغه ته د ولسمشر نوم اخستل د ولسمشر نوم ته توهین او دی ولس ته توهین دی هغه د ولس مشر نه دی هغه د جان کیری یو خړی ښکاری سپی او مامور دی ) ))) تاسی دخپل ولس سره مینه لرله مګر هغه ته مو د دومره سپیڅلی نوم ورکولو کی لویه ګناه او یا اشتباه کړی . شاه شجاع، کرمل، کرزی ، عی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x