شعـــــرونه

غزل / بسمل

محمد علیم بسمل

راژوندی شمه او بيا درپسې مړ شم
سهار راشم او بېګا درپسې مړ شم

شمه اوښکې تويوي په ځنکدن کې
مګر زه به په خندا درپسې مړ شم

…پس له مرګه به زارۍ درته کومه
راژوندی مې کړه چې بيا درپسې مړ شم

ارماني درپسې ښه يمه جانانه
يوه ورځ دې نيمه خوا درپسې مړ شم

اخرت ته به جوړه ځو د زړه سره
که شهيد يې چې سبا درپسې مړ شم

ما بسمل ته د خپل مخ کتاب رازده کړه
امي راغلم چې ملا درپسې مړ شم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x