
دعشق تڼاکه
بــَشـام
ځانــګو کـې دي د فـکر ځنـګومه محترمه
د پاکـې میـنې درد دي پر زړه وړمـه محترمه
بیړۍ دځوانوهیلومي دعشق دریاب کې یون کړی
رسیـږم بـه د میـنـې تـر مـنـزلـه محـترمه
بهیږې چی د اوښکو اباسیـن مي وګریوان ته
پـر زړه مي کـشت د ویر په اوبـومـه محترمه
دقـربانې په ویـنو به یه غیـږه ورسنـګار کړم
هیـواد سـره مي کړی ده دا ژمـنه محـترمه
دفتحو په شبنم چی یه مخونه شایسته دی
هغه د ویـاړ ګـلان به تل سـتایـمه محـترمه
نیزو باندي یه سري سري ککري چي وي پیلې
د میـنې پـه تحـفه یـه نـازومـه محـترمـه
له رنګه دخزان ګلاب په شان چی مړاوی شکارم
پـر زړه د عشـق تـڼاکـه ګـرزومـه محـترمـه
ها ورانه مقبره کې چي مورکۍ قبرته ناسته
په ستونی کې سلګۍ، وچه له غمه محترمه
که بیا خوږه مسـکا د خپلواکۍ په لیلا وکړی
بــَشـام بـه درنـه و کړمـه مـنـنه محـترمـه