دیني، سیرت او تاریخ

آيا موږ واقعي مسلمان يو؟

makka1که موږخپل ځان ته مسلمان وايونوايادمسلماني له تقاضوسره هم اشنايي لروکه نه؟ اياموږپه هغوغوښتنوعمل هم کوو؟

دامضمون دزړه له تله پورته شوی، دعمل لورته دبلونکي په څېر رول اداکونکی دی چې په لوستلوسره به يې تاسوډېرونااشنافکرونوته اړايستل شئ.

اسلام يوداسي جامع دين دی چې په ژوندکي دمخامخېدونکوټولومعاملاتوآن ترجزياتوپوري زمونږ رهنمايي کوي.

جديدمصروفيات مسلمانان له دين څخه لري کوي، نوضروري ده چې لږترلږه دديني فريضويوه جامعه نقشه هروخت دځان په وړاندي ولرو ترڅوپرې عمل وکړواويوکامياب سفرترسره کړو، په دې بنادترجيحاتودرست تعين خورا اړين دی ترڅوپه تفصيلاتوکي دورکېدو له امله منزل رانه پاتي نه شي، ځکه چې يوهوښيارمحصل يوازي دهغوسوالودځوابولوله پاره تياری نيسي کوم چې په امتحان کي ترې پوښتل کېږي.

په الله جل جلاله، ملايکو، کتابونو، رسولانو، داخرت په ورځ، تقديراوله مرګه ورسته په بياژندي کېدوله کلک ايمان وروسته په موږباندي ديومسلمان په حيث دوه ډوله فرائض عائدېږي ځکه چې دانسان ژوندبې مقصده نه وي همدادمسلماني غوښتني هم دي.

( ۱ ) دځان اصلاح

الله جل شانه انسان پيداکړاودکتابونواورسولانوپه واسطه يې دژوندانه طريقه هم وروښودله نوله دې امله دPersonal Development له پاره لمونځ، روژه، زکوة اوحج ته ورته ارکانواداکول بنسټيزاهميت لري، لکه څرنګه چې ماشين جوړونکی دماشين دچلولوله پاره Instruction Manuals هم تياروي دغه رازالله جل جلاله زمونږ دلارښودني له پاره قران کريم نازل کړ، دقران کريم څخه دالهي احکاماتوپه معلومولواوپه هغوئ باندي په پوره عمل کولوسره به موږپه دريومحاذونوکي مقابله کوو.

لومړی : نفس

دوهم : شيطان

درېيم : دټولني رسم او رواج

په دغومحاذنوله پوره واک وروسته وړاندي تلی شو، دارادو له قوت څخه په کاراخستلودنفس مخالفت په موافقت بدلولووروسته په هرعبادت کي دخوښي رنګ ګډول دژوندانه لومړۍ مرحله ده، کله چې دټولوفرائضواو واجباتوپه اداکولوکي رضامنداوله اداکولوسر مومينه پيداشوه اود ژوندپه هره ادا کي مودنبي عليه السلام دسنتودپيروي څرک ولګېدنووپوهېږئ چې منزل ته نژدې شوي ياست.

( ۲ ) ټولنيزه اصلاح

دالله جل شانه په وړاندي دايمان داعلی درجې دترلاسه کولوله پاره يوازي ځاني اصلاح اونيکي کفايت نه کوي بلکه ضروري ده چې له وس سره سم دټولني داصلاح له پاره هم پوره کوشش وکړای شي، له نويو وسيلوڅخه په کاراخستلوسره نورو وګړوته درښتيالاره ښودل يوه لازمي فريضه ده، ګني دالله جل شانه په دربارکي به وروسته پاتي يو.

اګرکه يوآیت يايوه خبره هم سړي ته معلومه وي بايدنوروته يې ورسوي، دبديوپه خلاف جهادهم ددې له پار جاري ساتل شوی چې له ټولني څخه دبديوقوتونه له بنياده وخېژول شي اودغه رازدنېکي له پاره هم يومعماري ماحول تيارشي.

الله جل جلاله زمونږمال او اعمالوته هيڅ اړتيانه لري، ددې اداکول زمونږپه ګټه دي، په اسلام کي عبادت پرستش نه ده بلکه دژوندانه دطرز يومستقل نظام دی چې تفصيلات يې له قران اوسنت نبوي څخه معلومولی شو، له قران کريم اودقران کريم له څېښتن سره قلبي اوحبي تعلق دبري کيلي ده چې له دې وروسته ترټولومشکل کارهم اسانېږي، دعلم دحاصلولوموخه دالله تعالی پېژندګلوي ده، معاشره له خدايي خوف پرته يوځنګل ته پاتي کېږي هلته بيادلرګي اوحيوان اصول چلېږي اودعدل اوانصاف وينه بهېږي، اوزمونږدفعاليت يومخ دالله جل شانه لورته اوبل يې دهغه جل جلاله دبندګانولورته وي نوځکه دحقوقودراعايت حکم راته شوی.

حقوق الله اوحقوق العباد

له الله عزوجل سره بايد دخوف اواميد، تقوی اوپاکي، توکل اواستقامت، شکراودعا، توبه اواستغفار، عجز اوانکسار، تسليمي اواطاعت، تسبيح اوثناء، ذکراوفکر، انفاق اواستعانت معامله وشي اوله شرک څخه پرهېزوکړو اوله دې سره په عبادت اومحبت کي غرق شو.

کوم څه چې له حقوق العبادسره تعلق لري هغه ډېرقسمونه لري، والدين، اولاد، دوست احباب، خپلوان، ګاونډ، عام خلک، بيمار، غريب خلک، اهل کتاب، نامسلمان حتی ددښمن خيال ساتل هم ضروري دي، دهمدردي اوخيراوښېګڼي جذبه پيداکړئ، چاته دتکليف رسولوسبب مه ګرځئ،خپل نفس قابوکړئ خوحق يې هم مه پايمالوئ.

له دې پرته ادبونه اواخلاق په پام کي لرل هم ضروري دي، دلته به يې اړينوټکوته اشاره وکړو.

( ۱ ) ادب

دژوندپه هره معامله اوتعلق کي دادب لحاظ ساتل خورا اړين دي، په معامله کي دهغې د ادب له پرځای کولوپرته معامله ترسره کېږي مګراصل روح يې زخمي کېږي، نوله دغه ځايه ده چې اسلام موږته دخبروکولو، تلاوت، صحبت، مجلس، ښکار، ذبح، ازدواجي تعلقات، دبندن اندامونه، اسلام، ملاقات، ليک اوکتابت، حاکم اومحکوم، مکه اومدينه، جمات، قسم، دعا، غسل، اودس، دبيت الخلاء تعليم، تجهيزاوتکفين، عبادت، نکاح اوطلاق، سفر، لباس، پرنجی، ارګمی، خندا، ژړا، خوراک څښاک، خوب، بازار، والدين، استاذان اونورومعاملاتوپه اړه چې کوم ادب راښودلی هغه بايدپه خپل ځای کي وشي ځکه وايي چې بې ادبه مرادنه شي موندلای.

( ۲ ) ښه اخلاق

دنبي عليه السلام په اړه رب العزت فرمايي

اِنَّکَ لَعَلَی خُلُقٍ عَظِيْمَ ( بې شکه ته داخلاقوپه لوړمقام فايزيې )

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې :

اِنَّمَابُعِثْتُ لَاُتْمِمَ مَکَارِمَ الْاَخْلَاقْ ( بې شکه زه دمکارم اخلاق دتکميل له پاره راولېږل شوم )

دنبي عليه السلام اخلاق خلق عظيم دي، نوله دې ليدلوري درسول الله صلی الله عليه وسلم منونکي بايد دهغه عليه السلام حسن اخلاق خپل کړي اوپه پوره توګه پرې ځان ښايسته کړي، نوله دې امله زمونږله پاره پکارده چې صداقت اوامانت، توکل اواستغناء، صبراوقناعت، جوداوسخا، رحم اوکرم، ايثار، په وعده وفا، له يوبل سره خدايي محبت، دژبي اوشرمګاه حفاظت، خبري، په خوب اوخوراک کي کمی، عجزاوانکسار، انس، عفواودرګزر، تحمل، شکرګزاري، استقامت، تسليم اورضا، غصه کنترولول، حوصله مندي، شرم اوحيا، بردباري، صلح غوښتنه، امن پسندي، روڼه ټنډه، دوستانه رويه، له ځان سره حساب، تزکيه اوتصفيه، رياضت اومجاهده، حسن ظن، چشم پوشي، له خدايه وېره او وسيع نظرڅخه په کاراخستلودرسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق خپل دوهم فطرت وګرځوو.

( ۳ ) بداخلاق

داسلام په لارښودنوکي چې چېرته خپلوپيروانوته دنېکواخلاقولورته رغبت ورکړل شوی اوهغه لورته مائل شوي دي هلته له بدواخلاقودځان ساتلولاري چاري هم ښودل شوي دي نوځکه بايددښواخلاقوله پيروي سره يوځای له رذيله اخلاقولکه دروغ، خيانت، بهتان، اسراف، بخل، حسد، لالچ، ددنيااوعهدې محبت، رياکاري، دشهرت اوځانښودني شوق، فخراوتکبر، منافقت، غيبت، چغل خوري، عيب پلټنه، ظلم، قطع تعلق، قتل، ستغي سپوري، تمسخر، طنز، بدالقاب، سخت زړی کېدل، بدمزاجي، کينه، تعصب، ځان خوښونه، بدنيتي، سستي، بې پروايي، مايوسي، خودغرضي، نفسانيت، بدګماني، تجسس، بې باکي، نفرت، دنهيلي احساس، جغل خوري، حيلي اوبهانې جوړول، غلا، دوکه، شکايت بازي، لعن طعن، فتنه اوفساد، لاپي وهل، فحش ګويي، تملق، ديوچابې ځايه صفت، شهوت، غصه، په نعمت ناشکري، بدنګاهي، لهولعب، تلواراوبې فايدې لوبواوتماشوڅخه په مکمل ډول پهېزوشي.

کوچنۍ کوچنۍ تېروتني خوکېږي البته له غټوغټوګناهونونه په بشپړډول ځان ساتل اوپه وړوکوګناهونواستمرارکولونه ځان وساتئ ځکه چې همداشيونه دي چې دالله جلاجلاله غضب ته دعوت ورکوي.

( ۴ ) کبيره ګناه

ګناه که کبيره وي که صغيره په دواړوصورتونوکي دالله جل جلاله له احکاماتوخلاف کاردی، البته صغيره ګناه دانسان دنورونېکيوپه وجه له منځه ځي مګرکبيره ګناه دالله جل جلاله له رحمت اوقربت څخه دنورلري کېدوپه سبب ګرځېدوسربېره انسان دذلت اوګمراهۍ کندي ته ټېل وهي، شکر، کفر، د دروغوشاهدي، دروغ قسم خوړل، دزناتهمت، جادو، شراب څښل، سود، بدديانتي، زنا، لواطت، قتل، دموراوپلارنافرماني، له جهاده تېښته، په ګناه اصرار، دالله له رحمت نه نااميدي، دالله له خوف نه بې نيازي، حرام خوړل، غضب اوفتنه فسادکبيره ګناهونه دي ليکن نن سباورته يوښائسته اوپه زړه پوري نوم ورکړل شوی چې دګناه احساس هم نه شوپاتي، هري ګناه ته دجوزاسندورکول کېږي، له دغه ځايه دزيات احتياط ضرورت دی، نفس له ګناهونو، نافرمانيواواخلاقي بديوڅخه ساتل اړين دي، دځان تصفيه اوتذکيه بايدوشي، الله جل جلاله فرمايي :

قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَO الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَO وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَO وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَO وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَO إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَO فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاءَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَO وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَO وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَO أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَO الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَO (المومنون : 1 تا 11)

بې شکه ايمان راوړونکي کامياب شول () څوک چې په خپل لمانځه کي عجزکوي () اوهغه چې له بې ځايه اولغوخبروڅخه ( په هروخت کي ) ځان ساتي () اوهغه چې ( همېشه ) زکوة اداکوي ( خپل ځان اومال پاکوي ) () اوهغه چې ( هروخت ) دخپلي شرمګاه حفاظت کوي () پرته ددوئ له ښځواوهغومنځوچې ددوئ مملوک دي، بې شکه ( له شريعت سره سم هغوئ ته ورتلل ) ددوئ له پاره هيڅ ملامتيانه ده () نوهغه څوک چې له ( حلالوښځو ) پرته ديوې بلي په لټه کي شونوداسي خلک له حده زيات تېری کونکي ( سرکش ) دي () اوهغه چې دخپلوامانتونواو وعدوساتونکي اوپه پام کي نيونکي دي () اوهغه چې دخپل لمانځه ( په مداومت سره ) حفاظت کونکي دي () دغه خلک ( دجنت ) وارثان دي () داخلک به دجنت ترټولواعلی باغونو ( چې دټولونعمتونو، راحتونواوالهي قرب لذت پکې دی ) وراثت هم ترلاسه کوي، دوئ به همېشه پکي اوسېږي ()

په پورتنی آيت کريمه سره موږته له ګناهونو، نافرمايواوبدواخلاقوڅخه دځان ساتني دعوت راکړل شوی اودنېکوکارونولورته يې بللي يو.

دغه رازله حديث جبرائيل څخه ددين ددريو(3) غټوشعبوايمان، اسلام اواحسان څخه هم عقائد، عبادت اوکيفيات معلومېږي، دغه شيان په نظرکي نيولوسره بايدښه خشوع اوخضوع کونکي واوسو.

له ځان سره حساب کول

دروحاني ترقي له پاره بايدډېرکم وخت وباسواوهره ورځ دخپل کاراوعمل حساب وکړو، دقول اوفعل تضاد، پرېشاني اوبې اطمناني زېږوي، حقيقي سکون اواطمنان دالله جل جلاله په يادولوکي دی اوله الله جل جلاله سره دتعلق اومحبت په پيداکولوکي نغښتی.

له ويدېدومخکي له خپل ځان سره سوچ وکړئ چې نن مي په عقيده کي په کوم ځای کي نقصان اوخرابي وه، دوخت تقسيم اوله هغه څخه مي دښې فايدې اخستلوڅومره لحاظ وکړاوڅومره وخت ضايع شو، دنيت په خلوص کي مي څومره کمي وه اوپه عبادت کي مي څومره سستي وکړه، دخلکودحقوقواوپه خپل ځان فرضوکارونوکي مي څومره کوتاهي وکړه، دوندانه له مقصدنه مي څومره انحراف وکړ، نن ورځ له پرونه ښه وه که نه، دراتلونکي ورځي له پاره مي څه ډول غور اوفکروکړ.

ورستی ټکی

داسلامي تعليماتواودهغوئ دحقيقي روح يوه خاکه ستاسوپه مخکي ده په هغې کي دښه نيت اوښه عمل مرغلري وپېيئ، په اسلامي لارښودنوعمل کول، دبندګانوحق ورکولوته له اماده اوسېدو اوله وړواولويوګناهونوڅخه دځان له ساتلووروسته په ښه طريقه داسلامي لارښودنوداحياء اود دين دتجديدمنزل ته رسېدلی شو.

الله تعالی دي موږټول رښتيني مسلمانان کړي اوپه خپل رضايت دي موږدفيض وړ وګرځوي.

آمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx