افغانستان

کندهار: په سرتيري برید کې دوولس بهرني عسکر وژل شوي دي

طالبان وايي د کندهار په میوند ولسوالي کې نن له غرمې وروسته په یوه سرتيري برید کې دوولس عسکر وژلي او دوه زغره وال ټانګونه يې له منځه وړي دي، د کندهار چارواکي هم برید مني، خود تلفاتو اړوند يې څه نه دي ويلي.

طالبان وايي چې یاد بريد د دوی یوتن ملګري شمس الله د سراچه ډول موټر نه په ګټې ترسره کړی دی. دغه بريددصوفي عبدالغفار پمپ ته څیرمه دکندهار هرات پرغزیدلي سړک کې شوی دی، د عيني شاهدانو له خولې یاده سيمه تر ډېره محاصره وه او زخمیان يې په چورلکو کې پورته شول.

د بهرنیانود ګزمو له کمښت سره د طالبانو ډېری بریدونه افغان ځواکونو ته متوجه شوي دي. له ټاکنو وروسته په بهرنیانو دا لومړنی بريد دی.

دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته افغان امنيتي مسوولین وايي چې طالبان نور له زوره لوېدلي دي، مګر طالبانو د ټاکنو په ورځ هم د تر زرو ډېرو بریدونه خبر ورکړی و، چې نږدې اووه سوه بریدونه يې دفاع وزارت هم تايد کړل.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x