دیني، سیرت او تاریخ

اسلام او کفر (پنځمه برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو په تېرو برخو کې مو د ایمان او کفر په اړه او یو هغه خبرو بحث کړی وو چې په کولو یې انسان کافر کیږي د هغې برخې په تعقیب پدې برخه کې هغه عقیدې چې په لرلو یې انسان کافر کیږي

د ایمان عقیدوي ماتوونکی (هغه عقیده چې انسان یې ولري کافر کیږي )

د الله جل جلاله سره شریک منل

که څوک عقیده ولري چې له الله جل جلاله سره د کائناتو په پیدائښت کې بل څوک شریک وو نو دا هم کفر دی ، که څوک د ځینې شیانو حقیقی پیدائښت او تصرف د الله جل جلاله نه بغیر بل چاته منسوب کړي نو دا هم کفر دی ، که څوک د الله جل جلاله نه بغیر د بل شی عبادت وکوي نو دا هم کفر دی ، که څوک دا عقیده ولري چې د الله جل جلاله نه بغیر بل چاته هم قربانی او ذبح کېدلی شي نو دا هم کفر دی ، که څوک عقیده وکوي چې په مخلوقاتو کې په ځینې شیانو کې حقیقی تصرف د الله جل جلاله نه بغیر بل څوک کوي نو دا هم کفر دی ، همدارنګه که څوک دا عقیده وکوي چې د الله جل جلاله نه بغیر نور څوک لکه نجومیان ، کوډ ګر ، تعویذ ګران په غیبو باندې خبریږي او هغوی چې د غیبو په اړه خبرې کوي دا رښتیا وایی نو دا هم کفر دی .

له فرضو او واجباتو څخه انکار

که څوک فرض مونځ پریږدي نو دا ګناه ده ، که څوک روژه وخوري نو دا ګناه ده ، که په چا باندې زکات فرض شوي وي او زکات نه ورکوي دا ګناه ده ، که په کوم ځای کې جهاد فرض وي او څوک جهاد نه کوي نو دا ګناه ده لکن که څوک دا کارونه ددې امله نه کوي چې دده عقیده وي چې دا شیان فرض نه دي ، ضروری نه دی نو دا کفر دی ، همدارنګه ټول هغه احکام چې الله جل جلاله په قرآن کریم کې مونږ ته ورباندې امر کړی دی او یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح احادیثو کې ثابت دی په هغو ټولو باندې عقیده ساتل د اسلام برخه ده که څوک د هغوی نه انکار کوي ، یا یې درواغ ګڼي نو دا کفر دی . الابانة جلد ۲ صفحه ۷۶۴

حرام حلال ګڼل

زنا کول حرام دی که څوک یې وکوي ګناه ده ، غلا کول ګناه ده ، شراب څښل ګناه ده په کولو یې انسان نه کافر کیږي لکن که څوک یې لداسې عقیدې سره وکوي چې انسان ورته حلال او روا وايي نو دا کفر دی داسې ټول هغه شیان چې الله جل جلاله په قرآن کریم کې او یا رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح احادیثو کې هغه ته حرام ویلي دي که څوک ورته حلال ووایي نو دا کفر دی .
المغني

شک

د قرآن کریم په کوم خبر کې شک کول یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح او ثابتو احادیثو کې شک کول ، یا د کوم ثابت حکم په اړه شک کول د مثال په ډول پدې کې شک کول چې آیا زنا به حرامه وي کنه ؟ سود به حرام وي او کنه؟ نو دا شک کول هم کفر دی ، همدارنګه په ټولو هغه خبرو کې چې هغه په قطعي دلائلو او قرآن کریم سره ثابت وي شک کول کفر دی مسلمانان باید هغه ټول احکام په سر سترګو ومني .

د کفارو په کفر کې شک

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله مبعوث شو نو ټول مخکني ادیان ورسره منسوخ شوي دي که اوس څوک د هغوی په نسخ کېدو کې شک کوي نو دا هم کفر دی ، که اوس څوک د هغوی دین او مذهب ته د صحیح عقیده لري نو دا هم کفر دی ، که اوس څوک دا عقیده لري چې نصارا ښه کوي چې په خپل دین دی او یهود ښه کوي چې خپل دین ساتي نو دا هم کفر دی بلکه مسلمان به دا عقیده ساتي چې اوس په زمکه کې حق او اسماني دین یوازې او یوازې اسلام دی او بس .

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول عالم لپاره دی

مخکې به انبیاء د یو خاص قوم او خاصې علاقې لپاره راتلل زمونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو خلکو لپاره راغلی دی نو که څوک دا عقیده ولري چې دا صرف د عربو لپاره دی نو دا هم کفر دی ، که څوک دا عقیده ولري چې اسلام د عربانو دین دی او نور خلک ورباندې نه دي مکلف نو دا هم کفر دی ، اکثر هغه کسان چې خپله کافران دي ځینې مسلمانانو ته په ذهن کې دا خبره ورکوي چې محمد صلی الله علیه وسلم د عربانو لپاره راغلی وو دا د هغوی پغمبر دی نو دا عقیده لرل هم کفر دی ، بلکه مسلمان به دا عقیده ساتي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول عالم لپاره راغلی دی او دده صلی الله علیه وسلم د بعثت څخه وروسته په ټوله دنیا کې حق دین صرف اسلام دی ….. نور بیا انشا ء الله

زما د بحث مراجع :

قرآن کریم
تفسیر الطبری
تفسیر بیضاوي
صحیح البخاری
نواقض الاسلام
المغني
الابانة
الشفاء
نیل الاوطار
السیل الجرار للشوکاني رحمه الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x