دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۷۵برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

امريكايى مؤرخ ويل دورانت د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله څه وايي؟

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په یوه مسکینه کورنۍ کې پیداشوی دی، ده په داسې سیمه کې دنیا ته سترګې وغړولې؛ چې درې برخې یې صحرا وه، زیات خلک یې شپانه وو، هیچا داسې فکر او اټکل نشو کولی چې دا صحرايي خلک دې په یوه پیړۍ کې نیمه آسیا، ټوله فارس، مصر، شمالي افریقا، هسپانیه او نیمه مدیترانه فتحه کړي.

“كه په خلكو كې د دغه لوى انسان د اغيزو كچې ته ځير شو، نو وبه وايو چې محمدصلی الله علیه وسلم تر ټولو لوى انسان ؤ. هغه هڅه كوله د داسې قوم علمي او اخلاقي كچه لوړه كړي، چې د بيديا وچ چاپيريال وحشي روزلي وو. پدې لاره كې يې دومره برياوې لاس ته راوړې، چې د ګردو مصلحانو تر برياوو پورته وې. هغه د صحرا له خورو ورو بت پرستو پرګنو څخه واحد امت جوړ كړ، هغوى ته يې له يهوديت، عيسويت او د عربو له پخواني دين څخه غوره دين راووړ. ساده، روښانه، او پياوړى دين چې په يوه پيړۍ كې په سلو جګړو كې بريالي او ستره امپراطوري يې رامنځ ته كړه او تر اوسه همغه مهم ځواك دى چې په نيمه نړۍ باندې اغېزه لري”

نور بيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x