نظــر

د پوهنتون نصاب او د محصلینو بې غوري

عبدالسمیع درانی

دنده مې د غزني ښار په یوه خصوصي کلینیک کې ده، د درملتون چارې پر مخ وړم، دا په عامه سطحه رواج دی چې باید د محصل، متعلم او په ټوله کې د طالب العلمانو سره په پلور کې مرعات وشي او څه نا څه تخفیف هغوی ته ورکړل شي. یوه ځوان ناروغ د درمل پېرودلو په پار نسخه راته د مېز پر سر کېښوده او جوخت یې ورسره وویل: محصل یم، مرعات مې وکړه. ما ورنه وپوښتل چې کومه پوهنځۍ کې یې؟ راته کړه یې وای پښتو ادبیات لولم او په دریم ټولګي کې ناست یم، که کومه پوښتنه رانه کوې، کولای یې شې.

لومړي سر کې مې نه غوښتل چې پوښتنه ترې وکړم، خو وروسته زړه کې راتېر شو چې که یې ځواب راکړ؛ خو بیخي ښه خبر ده، او که یې پوښتنې ته ځواب نه لاره، نو دا به ده ته پند او هڅونه شي چې باید په راتلونکې کې خپلو درسو ته متوجه او هسې خوشې چپټرې زړې نکړي.

ورته ومې ویل چې د خوشحال خټک په اشعارو کې عاطفه ډیره ده که احساس؟ او د رحمان بابا په اشعارو کې احساس لږ دی که عاطفه؟

محصل ځوان چې د یادې پوښتنې ځواب ته یې ملا ماته وه؛ راته ویې ویل چې دا مو والله که ویلي وي! حال دا چې دا بحثونه په ادبیاتو کې لوی بابونه لري.

تر ډیره ځوان هم ملامت نه وو، ځکه په پوهنتون کې تر ډیره داسې چپټرونه ویل کیږي، چې اکثریت یې تر محصلینو د ډیر عمر لرونکي دي. آن تر دې چې ځینې چپټرونه سل کلنۍ ته هم رسېدلې وي. خو که تعلیمي کوریکولم مو خراب دی او نشو کولای دا ستونزه په عمومي توګه حل کړو، دې ته خو مو وس رسیږي چې د پوهنتون تر څنګ اضافي او کومکي مطالعه وکړو، نوي او د وخت مطابق کتابونه ولولو، د پوهنتون د څانګې مطابق انټرنتي سایټونو کې لیکنې وڅارو. که مو اپډېت شوې زدکړې وکړې؛ سم دم د وخت په علومو به پوهېږو او کړې زده کړې به مو عملي کار ورکوي، کنه نو د پوهنتون ځینې چپټرونه اوسني وخت کې بیخي کار نه ورکوي. د مثال په ډول په ادبیاتو کې ځینې داسې فورمونه شته چې پخوا یې بازار ښه تود وو، خو اوس یې کارېدنه او استعمال داسې دی لکه د پېغلې په کالیو کې جیب، او کېدای شي بیخي د ادبي فورمونو له ډلې سره مخه ښه وکړي. نو پکار ده چې د پوهنتون پر عمر خوړلو چپټرونو بسنه ونکړو او سمې د وخت زدکړو ته ملا وتړو، او پرېنږدو چې د پوهنتون څو کلنه خو سخته او له ستونزو ډکه دوره مو سمه پایله ونلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک اشنا

رښتیا هم حالات همداسی دی او له یوی خوا د لویه سره د افغانستان په اسلامی دولت یرغل هر څه منابع له منځه وړی او له بلی خوا یی استعدادونه ځپلی دی او د استعداد څپلو لپاره نور هم خاص کار روان دی او بی ناموسه مشران د ډالرو بچیان یی حمایت هم کوی، د موضوع نه بغیر بلی خواته نه ځم را به سم خپلی موضوع دلته په کندهار کی هم داسی حالاات تر سترګو کیږی محصل چی کوم څه ته تمه لری هغه هيڅ مواد علمی شتون نلری او یا هم د استادانو استعداد ددی نه دی چی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x