نظــر

د جګړې دوام ښه دی، که تسليمي، که بل څه ؟

عبدالمالک همت

متاسفانه له کومي ورځي څخه چي د امريکې خونړي امپرياليزم زموږ پر سپېڅلي هيواد باندي لڅ او بربنډ تېری کړی او دا د حماسو او اتلانو ټاټوبی يې نيولی، د دې هيواد د چارو واک يې سيکولرانو، د خپلي خوښي کمونيستانو، د امريکې د اعتماد وړ ځينو پخوانيو مجاهدينو، د هيواد او خلکو کورنيو دښمنانو(د شمال اوباشانو)، غلو، لنډغرو او فاسدو عناصرو ته د خپلو استازو او لاسپوڅو په توګه سپارلی دی.

بالمقابل د دې هيواد رشتيني، پوه، بادرکه او زياتره مسلکي او متخصص خدمتګاران، اسلامي عالمان، منلي قومي مشران او د خلکو د باور وړ شخصيتونه يې د کار او چوپړ له اورشو څخه شړلي، ګوښو ته کړي، هيواد پرېښودو ته اړ کړی، بنديان کړي او ان له منځه وړي دي. پر هيواد باندي د امريکې د نيواک او د دغو پردي پالو واکمنو او چارواکو د واکمن کېدو له پيله تر اوسه د ګران هيواد پتمنو خلکو د ښې ورځي مخ نه دی ليدلی. هيواد په کنډواله بدل سو. د نړۍ تر هر وروسته پاته هيواد وروسته پاته سو. زراعت، صنعت، اقتصاد، علمي پرمختګ او نور هرڅه يې پوپنا سول. ځوانان مو تقريبا ټوله د پوهي له نعمت څخه بې برخي سول، د نالوستو ځوانانو شمېره تر ميليونونو اوښتې ده. ځينو چي په خواري او زهره ترکي پوهه ترلاسه کړې، زياتره يې په هيواد کي په کارونو او روزئ پسي لالهانده دي، يا بهر ته په سفرونو کي د سمندرونو د کبانو خوراک سول، يا په بهرنيو هيوادونو کي مزدورۍ کوي.

دلته امريکايي نيواکګرو او دغو د امريکې د ګومارليو نامانوسي مجموعې زموږ د درنو او پتمنو خلکو ټولي مادي او معنوي شتمنۍ لوټ کړې او اوس هم لګيا دي لوټوي يې، اوس ټول هغه خلک چي پخوا د عزت، آبرو، شتو او جايدادونو خاوندان وه ټول د ډول ډول ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي، خو دا اوسني نوي پردوران راغلي د ارګاه بارګاه څښتنان او په غلا، لوټمار، د ځمکو په غصب، مافيايي قاچاقبريو، د بيت المال او بهرنيانو د نقدي او جنسي شتمنيو په بډه وهلو او… ښاغلي، وياړلي، شريف او پدرکرده وګړي سول. همداراز دوی، د دوی نازولي او په دوی پوري تړلي کسان په بهر او دهيواد په دننه کي د علومو، مسلکونو او ډګريو خاوندان هم سول. هر يوه ځانته د هيواد په دننه او بهر کي ډول ډول شتمنۍ زېرمه کړې، پانګي يې په ګټه اچولي او د دې تر څنک يې د هيواد ټول وزارتونه، رياستونه، فني، مسلکي،علمي او اکاډميک مراکز او موسسې يې بې له استحقاقه اشغال کړي دي.

زموږ په ګران هيواد کي چا د زورواکي او توپکسالار کلمه ګردسره نه پېژندل او نه يې اوررېدلې وه، خو د لته د امريکايي پوځيانو د چټلو قدمونو په ايښوولو سره د زورواکو او توپکسالارانو، مافيايي قاچاق وړونکو او مافيايي کړيو او سړي تښتوونکو ډلي ټپلي رامنځ ته سوې. همدا اوس هيواد او د هيواد هرڅه د دغو ډلو ټپلو تر منځ وېشل سوی دی، هره ډله خپل پلويان لري اوحمايه کوي يې، خو د يوې ډلي بړيڅي بيا د قدرت، مادياتو او امتيازونو پر سر د بلي ډلي د پلويانو سره پرله پسې په شخړو او منازعو او ان مرګ ژوبلو اخته وي. په دې منځ کي مېړه هغه دی چي خپل جيبونه يې ډک کړه او په يوه قوي ډله پوري اړوند وو. په دې چور او چپاو پر سر اخيستي چابېريال کي به په ندرت سره رشتياني مجرم ته سزا ورکوله کيږي، خو له قانوني سزا څخه معافيت بيا په يوه منلي او دود سوي فرهنګ اوښتی دی. ډېر درانه او خطرناک مجرمان دي چي لوی واکونه او چوکي يې ترلاسه کړي، کوم کسان چي خپله زور لري سرې سترګي ګرځي او چي مربي لري مرباوي خوري.

په دغسي يوه حالت کي چي د ټرامپ په وجود او د هغه د کړنلاري په پلي کولو کي هيواد ورانونه او افغان وژنه، ناامنۍ او ډول ډول نور ناورينونه ورځ تر بلي زور اخلي. دا کورني داړه ماران د هيواد او هيوادوالو پر هرڅه دغسي مسلط وي او دغسي په غوره او ګټه کي وي او زموږ پتمن هيواد وال دغسي بې وزلي او بې اسرې سوي وي، نو بيا څه کول په کار دي ؟

(يو) جګړې ته دوام ورکړه سي؟ دې سوال ته ښايي اکثريت نه ! ووايي او زما ځواب هم نه ! دی او دلايل يې هم روښانه دی، تفصيل ته يې اړتيا نسته.

(دوه) د هيواد د دغو کورنيو دښمنانو د روان چور او تالان په شتون او د امريکې د اشغال په دغه شوم نيواک کي چي د دې ټولو بدمرغيو زڼی باله سي د ملي مقاومت د هغه ځواک له خوا چي ځيني يې وسلوال مخالفين بولي او ځيني يې مجاهدين او ملي مبارزين ګڼي د وسلې پر ځمکه ايښوول اړين دي؟ دې خبري ته همدغه پر هيواد او هيواد والو باندي مسلط کسان کوم چي خولې يې د خلکو پر ټپونو ايښي دي او ويني يې زبېښي هو ! وايي يا هغه کسان هو ورته وايي چي له دې حالته تر پوزي راغلي دي او هيله لري چي ګوندي په دې ډول له دې ناورينه وژغورل سو. خو پوهان ګڼي چي په دې ډول دا غميزه نوره لا هم اوږديږي او پر هيواد او هيوادوالو باندي دغه ناخوالي، د غليم اشغال او د داړه مارانو واک خدای مه کړه د تل يا ډېر مهال لپاره پاته کيږي، چي دا به نو يوه لويه فاجعه وي.

(درې) او که د مخالفينو سره رشتيانۍ سوله وسي؟ چي په پايله کي يې جنګ، ناامنيو او دښمنيو ته د پای ټکی کښېښوول سي، اشغالګران له هيواده ووزي، خلکو ته واک ورکړه سي چي د خپلواکو، آزادو او ملي، اصولي انتخاباتو له لاري د خپلو داخلي دښمنانو څخه په سوله ييزه توګه واک واخلي او هغو کسانو ته يې وسپاري چي د دوی رشتيني، پوه، بادرکه، مسلکي او متخصص خدمتګاران او استازي باله سي. فکر کوم دې پوښتني ته ټول د هو ځواب وايي، چي اشغالګران او واکمن عناصر، داړه ماران او له واکه ګوښه سوي کسان پکښي رشتيني نه دي، خو نور ټول ولس يې د زړه له کومي غواړي.

اشغالګران په هيڅ ګون نه غواړي له دې ځایه ووزي. هغوی دلته په پاته کېدو کي ډېري لويي ګټي ويني. يو خو په مطلق تېري اوجګړو کي د دوي ګټي نغښتي دي، له دې امله دی چي تل د دوی سياست او پاليسي پر جګړه خوښونه او د جګړو اورونو ته پر لمن وهلو ولاړه وي او بل دلته دوی د چين، روسیې، هند، پاکستان، ايران، منځنۍ آسيا، منځني ختيځ او د کيسپين د بحيرې د نړۍ د شاوخوا شلو فيصدو نفتو او په خپله په افغانستان کي د کاني او نورو موادو سره کار لري. زموږ پر هيواد باندي د امريکايانو د اشغال له موخو څخه اصلي او لويه موخه دغه ده. ددې موخو لپاره چي امريکايان هر څومره تاوانيان سي بيا يې هم لږ بولي. له دې امله دی چي د ټرامپ ــ کوم چي د امريکې د واکمن ګوند، لويو دولتي چارواکو، یهودو، لويو پانګوالو، پينټاګون او استخباراتي شبکو په ګد تفاهم رامنځ ته سوی دی ــ په طرح سوې کړنلار کي د سولي په اړه هيڅ هم نه دي ويل سوي. (د دې ليکني د دغه پاراګراف خبري ډېر اوږد بحث دی چي دلته يې تفصيل خبره اوږدوي). داسي هم نه ده چي موږ امريکايان زموږ له هيواد څخه هيڅ نه سو پسي اخيستلای، خو د ايستلو آسانه او نژدې لار يې ښايي همدغه سوله اوسي.

د واکمنو کسانو او داړه مارانو خو په دې اوسني ګډوډ حالت کي ګټه ده. وايي : شرمښ له خدايه څه غواړي ، باد او بدمه. کله چي په هيواد کي سوله راسي دوی به ډېر ژر دا هر څه له لاسه ورکړي او پر دې هم وېريږي چي حساب به ورسره وسي.

له واکه ګوښه سوي کسان په همدې اوسني حالت کي واک ته رسېدل او يا په واک کي برخه ور کول غواړي، د سولي په راتلو کي دوی بيا واک ته د رسېدو بيچ (چانس) هيڅ نه ويني. دوی که په اوسني دولت کي بدلون غواړي، که لويه جرګه او که نور څه، بيا واک ته د خپلو ځانونو د رسېدو لپاره يې غواړي، د ملت په غم کي هيڅ نه دي. موږ ته دوی ټولو ازموينه راکړې ده. په تېره هغه چي د لويي جرګې جوړول غواړي د خپل واک پرمهال يې د اسلام سره پر سر سختي دښمنۍ سربېره د دې هيواد ډېرکی قوم د پردو او کورنيو دښمنانو په پښو کي قرباني کړ او داسي يې وځپي چي هيڅ دښمن نه دمخه داسي ځپلی وو او نه به يې وروسته داسي وځپي.

البته دا ټول عناصر په ظاهره او په خوله د سولي غوښتنه کوي خو په حقيقت کي د پورتنيو ويلو سوو دلايلو له مخي د سولي هيڅ اراده نه لري. که دوی په رشتيا سوله غواړي کېدای سي چي دا سبا نه بل سبا په قطر کي د طالبانو د سياسي کمېسيون سره د سولي په اړه له نژدې او په علني توګه خبري وکړي. بل ډېرو کسانو د دغه کمېسيون له خوا د هغو نقطه نظرونه ور ته راوړي دي، خو دوی يې اورېدو ته لا زړه نه دی ښه کړی او دغه خلک يې د خبرو کولو لپاره لا ځانونو ته نه دي ور پرې ايښي.

دوی د سولي په دې درواغجنو نارو سورو سره سره غواړي چي زموږ د سوله غوښتونکي ولس په سترګو کي خاوري وشيندي، له دې تشو خبرو څخه بده ګته پورته کړي او خلکو ته مقابل لوری په درواغو سره جګړه مار او د سولي نه غوښتونکی وښيي.

ښه، اوس نو يوازي او يوازي اولس او د اولس رشتيني استازي ډېر ښه او په آسانۍ سره کولای سي چي ټول په يوه خوله سوله وغواړي او داسي يو کمپاين پرلار واچوي چي هم امريکايان او هم دا نور د دوی پلويان اړ سي چي طوعاً وي که کرهاً سولي ته غاړه کښېږدي. د ولس زور هيڅوک نه لري. که د ولس واقعي استازي دغسي يو کمپاين د يوې ولسي لاري او له نورو ټولو منفورو او ښلېلو ډلو څخه په بېوالي کي وچلوي لوی څښتن ته هيله سته چي دې موخي ته په رسېدو کي مرسته ورسره وکړي او دا کوښښ ښه پايله ورکړي والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ډیره په زړه پوړی لیکنه وه. لیکنه په دیره ښه توګه د هیواد اوسنی حالات ښودلی او حل لاره یې هم منطیقی او عملی کیدونکی دی. زه هم د لیکوال د نظر سره موافق یم. مونږ باید یو داسی ولسی خوزښت په لاره واچو چی ټول اړخونه سولی ته اړ کړو او په هیواد کی اوسنی ناخوالو ته د پای ټکی کیږدو.

عبدالمالک همت

مننه ګران ورور احمد صاحب ژوندی اوسې ! واقعيت دادی چي امريکايان، انګرېزان او لوېديځوال د افغانانو سره په پوځي او فرهنګي دواړو جګړو کي مات دي او دا خبره دوی هم په زړونو کي منلې ده، خو ځيني د سياست له مخي ځانونه مات نه بولي او ځيني، لکه ټرمپ او همغږي يې غواړي او کوښښ کوي چي يو ډول پوځي قيمار ووهي او په بخت او شنې دا بايللې جګړه وګټي اما ډېر امريکايان او اروپايان د دوی دا کړنلار ناسمه ګني او خلاف يې دي. خپله ټرمپ هم په زړه کي باور نه پر لري. نو که… نور لوستل »

ابودجانه افغان

همت صاحب ټوله موضوع د له حقیقته ډګه ده باید عملی هم شی. همداسی د عامه پوهاوی لیکنی د عامو خلکو د اذهانو تنویرولو لپاره ډیری زیاتی موثری دی. د سولی قایملو او د اشعال خاتمی لپاره زمونږ سپیڅلی مشران باید مختلفی لاری او پلانونه پکار واچوی. که عوام په سمه توګه وپوهولی شی او ښه مشر ورته پیدا شی ډیره ښه نتیجه ورکولی شی. همت همداسی په زړه پورو لیکنو ته ادامه ورکړه لیری نده چی همدا ستا ښکلی لیکنی به ډیر ځوانان راویښ او رابیدار کړی او په حقیقت به پوه شی. الله د تاسو ته اوږد عمر… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x