
ریک روزوف: د امریکا په ګډون بهرني عسکر د طالبانو په وړاندې بې وسه دي
د پریس ټې وي په حواله د امریکا د جګړې مخالف ریک روزوف ټینګار کړی چې د سپينې ماڼۍ سیاست په افغانستان کې د نا امنۍ سبب شوی دی. د نوموړي په خبره امریکا په افغانستان کې په دیارلس کاله کې نه یواځې چې سوله رانه وسته، بلکې جګړه يې لاهم تنده او امنیتي وضع يې ګډوډه وکړه.
هغه وويل چې د امریکا له خوا په افغانستان کې د دې دیارلس کلنې جګړې یواځې د کوکنارو د کښت د ډېرېدو ګټه کړې ده.
ریک روزوف وويل، چې د امریکا په ګډون بهرني عسکر د طالبانو د اقداماتو په وړاندې بې وسه دي.
دا په داسې حال کې دی چې د چارو شنونکي روان کال د پايلې کال بولي.