
د مرګ حقيقت
ژباړن : منيب الرحمن رحماني
د مرګ معنا د روح د بدن څخه جدا کېدل ، نور په بدن د روح د واک خلاصېدل او نور د بدن روح ته سر نه ټيټ کول دي،ځکه بدن او بدن اندامونه د روح د طرفه استعمال کېدونکي التونه او اسباب دي مثلآ روح لاس استفاده کوي او قوه واردوي یا سترګې استعمالوي او يو څه ويني او يا په د زړه د يو حقيقت درک کوي،په حقيقت کې دلته د زړه مطلب خپله روح دی.
روح باقي دی او تل به وي په مرګ به يوازي بدن له منځه لاړ شي
چې بېرته به د قيامت په ورځ روح او بدن سره يو ځاي شي.
روح د يو شي دڅرنګوالي او حقيقت د پوهيدلو لپاره آلاتو يا اسبابو ته مجبور نه دی، کله کله ځان عذاب کله حضور ورکوي مثلآ کله اندېښنې اوغمونه درک کوي او کله کله خيالونه او نعمتونه درک اوفکر کوي، چې دا وجود يا بدن ته ضرورت نلري، لنډه دا چې کله انسان مړ شي نو روح يي درد او لذت درک کولي شي او هر څه يي په خاطر کې پاتې وي.
دمرګ اصل معني د ځاي بدلول،خپلو پخوانيو او مخکينيو تللو ټولو دوستانو سره وصال او يوځاي کېدل، د دنيا ستړي ژوند وظيفې پاي، مکافات اخيستل ،خپل همیشني کورته تللو لپاره دروازه ده.
په مرګ د انسان نه ټول اندامونه،دارايي،دوستان او هرڅه اخيستل کېږي او انسان هم ددې ټولو شيانو څخه اخيستل کېږي په اصل کې موضوعجدايي ده هغه داسې چې په چا دا دنيا ،ژوند یی ،ګران وي نو تلل ورته سخت دي او کيدي شي حساب يي هم سخت او بل داسې چی بل څوک دي د ژوند سره قلبی مينه نه لري ،پدې پوه دي چې بدن ورته امانت ورکړل شوي او يو ورځ به يي دا بدن هم يوازي پريږدي، اودده اصلي جوهر روح او هغه عمل چې په امانت وجود يي سرته رسولي ورسره وي نو داسې شخص ددې دنيا ،بدن نفسي غوښتنو سره مينه نلري او تل په تمه وي چې اصلي کور ته یی لاړ شي نو دا داسې چا لپاره مرګ د يو ځاي کيدو او د سختيو او د جدايي د پای لحظه وي او په خوشحالي يي قبلوي.
بل او مهم ټکی دا چې انسان په مرګ سره داسې شيان کشف کوي چې په ژوند يي نشي کشف کولي،لکه يو څوک چې ويده ويويښ شي وګوری چې څومره لويه دنيا ده او يا لکه يو څوک چی دمو د بطن(خېټې) څخه نړي ته راشي او نړي دومره پراخه وګوری او هرڅه کشف کړي.
انسان کې مړ شي نو دهرڅهپه واقعي حقيقت پوه شي په هغه کارونو پوه شي چې څومره بی فايدي و او نور بيا څومره ګټور و،داسې چې کله خپله وړه ګناه وويني دومره خفه شي چې د پاکي لپاره يي تيار وي ځان اور ته واچوي او چی کله خپله وړه نيکي وويني دومره خوشحاله شي چې خوشحالي يي دټولي نړي دخلکو له خوشحاليو ډېره وي.
ځکه نو رب تعالی په هغه ورځ فرمايي:
کتاب دې ولوله نن ورځ د حساب اخيستونکي په حيث ستا خپل نفس تاته بس دی(اسرا ۱۴)
په انسان کې اوس هم دا استعداد شته چې د زړه نه يي پرده لرې شی او د دنيا حقيقت او د اخرت ځينی رازونه مشاهده کړي خو دنياوال پهدنيامشغول دي او د روح د تغذيې په ځاي معده تغذيه کيږي او روح په ساز سرود او دنيا تغذيه کوي چې نتیجه ئي شقي روح شي او بيا اسفل سافيلين ته لاړ شي.
انسانان ويده دي ډېر ژر ده چې مرګ به يې را ويښ کړي.