نادرا په څلورو میاشتو کې ۳۷۰ زره افغانان ثبت کړي دي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۶): د پاکستان د نفوس ثبتونې ادارې «نادرا» په تیرو څلورو میاشتو کې ۳۷۰ زره نا ثبت شوي افغانان ثبت کړي دي.

دغه خبر د پاکستان رسمي خبري راډیو نن د جمعې په ورځ ورکړ.

د پاکستان د نادرا ادارې ویاند له قوله ویل شوي چې دغه ادارې د افغان مهاجرینو د ثبت پروګرام نور هم پراخ کړی دی.

د راپور سره سم تر ټولو ډېر افغان مهاجرین په خیبرپختونخوا ایالت کې ثبت شوي، چیري چې د نویو ثبت شویو مهاجرینو شمېره تر ۲۳۰ زره اوړي.

د نوم ثبتونې دغه پروسه د کال ۲۰۱۷ د ډیسمبر میاشتې تر ۳۱ نیټې پوري دوام لري او چارواکې تمه لري چې په دغه موده کې به شاوخوا یو ملیون افغانان ثبت کړي.

د نادرا د راپور سره سم په ټول هیواد کې د نوم ثبتونې ۲۱ مرکزونه جوړ شوي چې په هغو کې يې ۱۱ یوازي په خیبرپختونخوا کې دي.

ګمان کیږي چې په پاکستان کې به یونیم ملیون ثبت شوي مهاجرین او یو ملیون نا ثبت شوي مهاجرین ژوند کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د