fbpx
د ناټو سرمنشي، جینز سټولټنبرګ

ناټو د اردوګان او ترکیې څخه بخښنه غوښتې

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۶): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان وویل چې هیواد یې خپل ۴۰ عسکر د ناټو د هغو پوځي تمریناتو څخه ایستلي چې په ناروې کې تر سره کېدل.

اردوګان د خپل ګوند د جګپوړو مشرانو په یوه غونډه کې وویل چې په دغه تمریناتو کې شخصا ده ته او کمال اتاتورک ته توهین شوی وو، ځکه چې ددواړو نومونه د دښمن پر هغو مجسمو لیکل شوي وه چې عسکرو به ډزې باندي کولې.

د پيښې وروسته د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ د ترکیې او اردوګان څخه بخښنه غوښتې او ویلي يې دي چې دا د یوه عسکر فردي عمل وو چې تر پيژندلو وروسته له تمریناتو څخه وایستل شو او د ناروې د قانون سره سم به محاسبه ورسره کیږي.

ناټو همداراز ویلي چې ددوی په داخلي ټولنیزي شبکې کې د ناروې یوه ضابط چې په اصل کې ترکی دی، د اردوګان په نامه یو اکاونټ جوړ کړی وو او ناټو ته یې بد رد ویل، چې هغه هم د تحقیقاتو وروسته وپيژندل شو او له دندې ګوښه کړل شو.

اردوګان د خپلو عسکرو د ایستلو وروسته وویل چې مونږ به د ناټو سره په داسي توګه اتحاد او ایتلاف ونه پاللای شو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

اردګان که هر څومره اروبایانو او امریکایانو ته سجدی کوی بیا هم د هغه هیواد پوری اړه لری چه څو پیری یی د اسلامی خلافت ذمه واری په غاړه وه اروپا کی د اسلام د خبرولو یو د لوی عواملو څخه عثمانی خلافت وو ، هغوی دا نه شی منلای چه ترکیه دی به اروپا کی د استنبول په نامه یوه بره خاوره ولری هغوی اروبا تر ټولو مقدسه خاوره او مسلمانان د د دوی د استعماری وحشت او مظالمو لمړنی مخه نیونکی دی د الهی نظام په عملی کیدو په د نړیوال استعمار نړیوال استثمار او غلامی ته د… نور لوستل »