افغانستان

ډاکټر عبدالله په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په شتون اعتراف وکړ

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۶): اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله چې امریکا ته په سفر تللی دی، هلته یې په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو پر شتون اعتراف وکړ.

نوموړي د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د امریکا غږ راډیو د کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال وویل په افغانستان کې موجود پاکستاني طالبان د هغو سیمو څخه استفاده کوي کومو ته چې په افغانستان کې نا امنه سیمې ویل کیږي او د حکومت له کنټروله وتلي دي.

د پاکستان د ډان نیوز د راپور سره سم دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د حکومت لوړ پوړی مشر مني چې په هیواد کې يې پاکستاني طالبان موجود دي او د پاکستان پر ضد عملیات کوي.

ډاکټر عبدالله د پاکستاني طالبانو د شتون تر تایید وروسته ویلي چې د افغانستان حکومت د هغوی ملاتړ نه کوي او نه هم د هغو او نورو طالبانو تر منځ تفریق کوي.

نوموړي وویل چې د ګاونډي هیواد دغه خبره پر ځای ده چې د پاکستان طالبان ددغه هیواد لپاره خطر ده خو دا خبره بیا ناسمه ده چې ګواکي د افغانستان حکومت دي د هغوی ملاتړ کوي.

اجرائیه رئیس وویل پاکستاني طالبان په افغانستان کې نه دي جوړ شوي، هغوی د نورو له خوا د مختلفو اهدافو لپاره جوړ شوي خو اوس د خپلو جوړوونکو پر ضد پاڅېدلې.

ډاکټر عبدالله وویل چې د پاکستان سره د هر څه اختلاف سربېره افغانستان ورسره ښې اړیکې غواړي او همداسي غواړي چې د طالبانو سره سوله وکړي لکه څرنګه چې يې مخکې لا د حکمتیار سره کړې ده.

باید وویل شي چې له تیرو څو ورځو راهیسي د پاکستان پوځ د ډیورنډ کرښې له بلې غاړي د افغانستان پر سرحدي سیمو د توپونو او راکټونو ډزې کوي او وايي چې په دغو سیمو کې پاکستاني طالبان په نښه کوي. خو د کونړ او ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې د پاکستاني راکټونو له امله خلک بې کوره شوي، ځاني او مالي تلفات اوښتي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

دا امریکایې فاحشي او نانځکی او متعصبی چهری صرف هغه څه وایي او له خولي یې راکاږی چی امریکایې باداران یې ورله دیکته کوی ددوي غلامی د تر ټولو د ټیټی کچی غلامی ده، هغه ده اوس مونږ په خبرونو کښي واوریدل چی قطری او امارتی ګوډاګیان هم د ناټو د مصالحو د مخ بیولو لپاره د ناټو په امر او قومانده افغانستان ته را روان دي نو هغه ته هم دوي بی له کوم اعتراضه او تبصری چکچکی کوی او وایي چی صیب راولیږي دا خو ډیر ښه نیک ګام او فال دي. یعنی په افغانستان کښې د امریکا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x