
د شکر مخنیوی په لاندې خوړو سره وکړئ
نن ټکی اسیا (جمعه ۲۶م لړم ۱۳۹۶ل) د شکر ناروغي یو له هلاکونکو ناروغیو څخه ده، د مخنیوي او روغتیا لپاره یې لاندې خواړه غوره کړئ.
بادام
د طبي څیړنو راپورونو ښودلې چې د ډوډۍ نه وروسته بادام خوړلو سره د ګلوکوز او انسولین کچه په بدن کې نورمال ساتل کیږي، بادام د وزن په کنټرول ساتلو کې هم مرسته کوي، ددې په خوړلو سره انسان ته د مړښت احساس کیږي چې له کبله یې ډیر خوراک نشي کولی.
شنه سابه سلاد او سبزي
شنه سابه، ګوپي، کاوو او شین سلاد کې د کلوري Calories او كاربوهايدريټ Carbohydrate اندازه کمه وي، طبي څیړنو ثابته کړې چې دغه سبزیجات خوړلو سره روزانه د شکر خطر ۱۴ سلنه کمیږي.
ماهي
په ماهي کې د بدن لپاره څه اندازه فاسډ اسیدونه وي چې د وینې شکر کنټرولوي او ورسره د زړه ناروغۍ کې هم ډیره مرسته کوي.
د شکر ناروغ لپاره پکار دي په اونۍ کې دوه ځله ماهي وخوري، ماهي د ګردې ناروغۍ مخنیوي لپاره هم ډیر موثر ثابتیږي.
خوږ آلو
د شکر ناروغۍ څیړونکي وايي چې خوږ آلو د انسولین مقاومت په بدن کې کموي، همدارنګه د وینې د فشار کچه ښه یا برابره ساتي. په خوږ آلو کې فایبر ماده زیاته اندازه پرته ده چې د زړه او نورو ډيرو ناروغیو مخنیوی کوي.