fbpx

ایران پاکستان ته ۱۹ زره کډوال سپارلي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۶): یوې امنیتې سرچینې ویلي چې په روان کال ۲۰۱۷ کې ایران بیرته پاکستان ته هغه ۱۹ زره پاکستاني کډوال سپارلي چې د ایران له لاري يې غوښتل ترکیې، یونان او بیا له هغه ځایه جرمني او نورو هیوادونو ته ځان ورسوي.

د پاکستان د «ایف آی اې» ادارې مسؤول ډان نیوز خبري ویب پاڼې ته ویلي، ایران ته په غیر قانوني توګه پاکستاني مهاجر د هغو لارو څخه کار اخلي چې ډېر تګ او راتګ باندي نه کیږي.

د نوموړي په وینا په تسلیم شویو کډوالو کې يې اکثره د پنجاب ایالت دي په ځانګړي ډول سیالکوټ، ګجرات، منډي بهاوالدین او ځیني نورې سیمي، او زیاته یې کړه، د پاکستاني کډوالو څخه ډېر کم یې توانیږي چې خپل هدف ته ورسیږي، کنه اکثره یې بیرته په ایران کې نیول کیږي او حکومت ته سپارل کیږي.

د نوموړي په وینا د پاکستان آیف آی ای د پنځه جګپوړو افسرانو په مشرتوب یوه کمیټه جوړه کړې تر څو د هغو کډوالو لپاره سزا وټاکي چې په غیر قانوني توګه ایران ته داخلیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د