شعـــــرونه
د تورو شرنگهار
تر غوږ د تورو شرنګهار راغلی
لکه چي بيا نوی بهار راغلی
په پوري غره کي د تکبير آزانګې
لکه چي بيا مي طالب يار راغلی
له مدرسې او له کتابه رخصت
اخلي چي بيا د سنګر وار راغلی
لکه ګلونه زلمي وينم روان
پر وطن بل ښکلی ګلزار راغلی
بيا فدائي په موټربم کي راغلی
آسماني تندر پر اغيار راغلی
پر غليمګي يې کړله ورځ توره شپه
لاندي د قهر تر ګوزار راغلی
نظامه ګل به شي د هيلو غوټۍ
تيارې شوې ختمي سپين سهار راغلی