د ناټو نوي ځواکونه د طالبانو لپاره د نویو جنګي اهدافو په توګه

شاهد غزنیوال

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د کورنیو ملاتړو په خلاف د طالبانو د پوځي بریدونو تر ګړندیتوب وروسته د ناټو د دفاعي چارو وزیرانو د نومبر د میاشتې په ۹ په خپلې وروستۍ غونډې کې چې د ناټو په مرکز بروکسل کې جوړه شوې وه پریکړه وکړه چې ناټو به ۳۰۰۰ نور اضافي سرتیري د داخلي ځواکونو د روزنې او مشورې ورکولو لپاره افغانستان ته لیږي.

خو د افغانستان روان پوځي وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې دلته د بهرنیانو خلاف روان مقاومت او د هغوي پوځي فعالیتونه تر دې ډیر زیات دی چې د ۳۰۰۰ پوځیانو په لیږلو دي هغه کنټرول کړای شي.

اوس چې په افغانستان کې د ټرمپ د جنګي ستراتیژي د پلي کیدو په ترڅ کې د امریکايي او ناټو ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات په شدت دوام لري او د افغاستان فضا په مکمل ډول د امریکايي ډرون او کشفي الوتکو تر پوښښ لاندې ده خو له هغه سره سره بیاهم د مقاومت په شدت او پوځي فعالیتونو کې هیڅ کمی نه دی راغلی .

همدا اوس د پلازمینې کابل په شمول د هیواد د لویو ښارونو په منځ کې د مجاهدینو لخوا لوړ پوړي دولتي کسان په نښه کیږي ، د هغوي پوځي مراکز او نظامي قطعات د طالبانو تر برید لاندي راځي او په ډیرو ځایونو کې هغوي د ځمکني ماینونو په وسیله ښکار کیږي.

بهرني ځواکونه پرته له دې چې په افغانستان کې د طالبانو د حیرانوونکي مقاومت نبض ځانته معلوم او د هغوی مقابله وکړي همداسې په سرسام آوره شکل په کلیوالو سیمو او ولسي خلګو بمباري کوي چې هغه لا د بهرنیانو په خلاف عام ذهنیت را پاروي او د هغوی له تحت الحمایه حکومت څخه د ولس کرکه زیاتیږي.

یواځینی شی چې هم امریکایانو او هم د هغوي تحت الحمایه رژیم ورته د امید سترګې لرلې هغه د ټرمپ ستراتیژي وه چې د مظلومو افغانانو پر سر د اور او بمونو په زور پیل شوه .

خو اوس چې د دې وحشیانه ستراتیژي له پیله تقریبا دوې میاشتې تیريږي د هغې پایلې هم په ناکامي محکومي او د ګډ حکومت په بریالیتوب کې یې هیڅ اغیز نه وکړ.

ځکه نو ویلی شو چې د ناټو د دفاعي چارو وزیرانو وروستۍ پریکړه په هیڅ صورت د ټرمپ د جنګي ستراتیژي تر وحشت زوره وره نه ده .

دا چې ټرمپ په خپلې وحشیانه ستراتیژي کې امریکايي ځواکونو ته صلاحیت ورکړ چې په خلاص لاس د طالبانو په ځپلو کې هم له هوايي بریدونو کار واخلئ او له شپینو عملیاتو څخه .

امریکایانو او د هغوی ملاتړو هم د افغان مظلوم ولس خلاف د ټرمپ ستراتیژي د تطبیق په اړه له هیڅ شي دریغ ونه کړ او ډیر بي صرفي یې له کندوزه نیولې تر کندهار، هلمند، فراه ، لوګر، کابل ، ننګرهار ، کونړ او اروزګان پوري پر ولسي خلګو او دهغوی د غم او ښادي پر مناسبتونو داسې بریدونه وکړل چې په سلګونو کسان ژوبل او شهیدان شول.

خو د امریکایانو او داخلي ځواکونو له دغه ټول وحشت سره سره د هغوي په خلاف د طالبانو په پوځي فعالیتونو کې هیڅ تغیر نه دی راغلی بلکې لا یې شدت موندلی دی.

د روان عقرب او میزان په میاشتو کې طالبانو وکړای شول له ختیځه تر لویدیځه ، له جنوبه ترشماله د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ګډ حکومت محاصره ځواکونو تر سختو بریدونو لاندې ونیسي او هغوي ته د سر او مال درانه تلفات واړوي.

همدا راز د نفوذي او تکتیکي بریدونو په وسیله متعدد شمیر بهرني سرتیري د خپلو خوندي مراکزو په منځ کې په نښه او له منځه یوسي.

که څه هم چې بهرنیان افغانستان ته د اضافي سرتیرو استول په جنګي معادله کې د ځان په ګټه بولي خو طالبان بیا هغو ته له بلې زاویې ګوري او د ځان لپاره یې د اضافي اهدافو په توګه تلقي کوي چې طبعا د اهدافو په زیاتیدو سره به د بهرنیو یرغلګرو په تلفاتو کې هم زیاتوب راځي او طالبان به تر دې وروسته کولای شي د داخلي عسکرو ترڅنګ د هغوي بهرني حامیان او روزونکي هم زیات په نښه او ووژني.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د