
ثناء ….!!
ثاقب خپلواک
د ښکلو کائناتو ، په ثنا کې ستا ثناء ده !
هرڅه ښکلا-ښکلا دي،په ښکلا کې ستا ثناء ده !
په تار کې رباب ، او په شرنګا کې د بنګړیو
د ښکلو سورکو شونډو،په مسکا کې ستا ثناء ده !
چې کله دې یاد لیکمه ! د خیال پر پسته دړه؟
وجود کې د هر شي ، انشاء،املا کې ستا ثناء ده !
د واړه موجوداتو،د هرڅه په زړه کې ته یې !
د مستې مینې شور ، ناز او ادا کې ستا ثناء ده !
خوږ ځوږ د لاهوتي نغمو چې کله مې تر غوږ شي
ګناه نه مې توبه ده ، په روا کې ستا ثناء ده !
چې لمر پر سجده شې،د تیارو ګریوان کړي څېري
د شپو پلو چې ټول کړي، په رڼا کې ستا ثناء ده !
دي غشې د بڼو یې،په خیال تاو له تورو سترګو
ثاقب وایي ، چې حُسن د یو چا کې ستا ثناء ده !