
پکتیکا: د ګومل پخوانی ولسوال طالبانو ته تسليم شوی
نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶):د پکتيکا ولايت ځايي اوسېدونکي وايي : د ګومل ولسوالۍ پخوانی ولسوال (ظاهر) څو ورځي وړاندي طالبانو ته تسليم شو.

ظاهر شاوخوا يو کال په ګومل ولسوالۍ کې د ګډ حکومت ولسوال پاته شوی.
طالبانو د روان ميلادي کال د اګست مياشتي پر ۲۴مه نېټه د ګومل ولسوالي له شاوخوا يوې میاشتي محاصرې وروسته په بشپړ ډول ونيوله ، چې هم هغه مهال ظاهر د پکتيکا مرکز ښرني ته لاړ.
د پکتيکا طالبانو نن ټکي اسيا ته منلې چې دا کار د دوی د دعوت ارشاد او جلب و جذب کمېسيون په هلو ځلو تر سره شوی.
لا د پکتيکا ولايت دولتي چارو د ولسوال ظاهر د تسليمۍ اړوند څه نه دي ويلي.