نـــوى نسل ولې دغيــــرت له باب سره نابلـــد شو!

لیکنه: الهــــــام الخراساني

دمسلمان په غيرت او مېړانې نه يوازې اسلامي مورخينو خپلې ګوتې او قلمونه ستومانه کړي بلکې يهودي تاريخ یې هم بېشمېره کارنامې په لمن کې ځای کړيدي.

په اسلام کې ننګ او غيرت ځانګړي باب لرې، بلکې غيرت داسلام دوهم نوم دی .

او بې غيرتي له تکميل دايمان سره ټکر او متضاد صفت دی.

تر قيامته به دتاريخ کرښه کامل مؤمن بې غيرته او بې غيرته کامل مؤمن ونه مومئ.

ﷲﷻ په قران کې مسلمان د غيرت او ديهودو دبې غيرتي صفت بيان کړی

لکه ديهودو په باره کې فرمايې :

کله چې موسی عليه السلام دوی ته وويل جهاد ته راوځئ نودی وويل :

(فذهب انت وربک فقاتلا اناههناقاعدون) ته او رب دې ولاړشئ او جنګ وکړئ موږ به دلته درته ناست يو .

داده بې غيرتي او بزدلي انتهاده .مانا داچې يهود قراني بې غيرتان دې .

او دمسلمانانو دغيرت په اړه ګڼ شمير اياتونه مو جود دي لکه دبدر ، احد اوحنين دغرا ذکر چې پکې شوی ، هيڅکله صحابه کرام رضوان ﷲ اجمعين له رسولﷲﷺ نه په غزواتو کې پر شا ندي ګرځيدلي اونه يې هم يوازې پرېښی .

مانا مسلمان قراني غيرتي دي .

خو ډېر دتاسف او افسوس مقان دی ، چې دغه قراني بې غيرته يهود پر هغو مسلمانانو حکومت کوي دچا په ننګ او غيرت چې قران ناطق دی،

مسلمان ولې دومره ذلت پر چوکۍ کښېناست؟ ، ولې خپل ازاد ضمير ديهودو پر غلامۍ کې دشپې کولو اجازه ورکړه؟

لامل يې څه دی؟

ځينې خو وايې چې ديهودو د دومره پر مختللې ټيکنالوژي پر وړاندې مسلمان نشي توانېدلی چې خنډ او مقاومت وکړي.

خوزه وايم چې دغه لامل يې نه دی ځکه پر مختللي وسايل څوک دغيرت پر ګدۍ نشي سپرولی اونه په تاريخ کې داسې بېلګه لرو.

بلکه لامل يې يوازې دنوي نسل دغيرت له باب سره نابلدتيا ده .

او له دې بابه دومره لرې اوسيد چې دا ورته اوس په دين کې يوه نوې او مخترعه موضوع ښکاري،

خو ددې نه ډکېدونکې خلا مسؤلين يوازې او يوازې دوخت علمأ او ښوونکي دي ،چې په دومره حساس وخت کې چې دغربي تهذيب طوفاني سيلۍ داسلامي کلترو مراندې غوڅې کړې، او دوی دغفلت په خېمه کې په نه راويښېدونکي خوب ويده پراته دي.

مدرسه،مکتب،عالم،اوښونکی په اسلامي ټولنه کې هغه څوک دي چې دراتلونکي اونوي نسل داصلاح او روزنې تم ځای بللی شي.

خوپه روان تور تم کې چاهم خپل مسؤليت ندی تر سره کړی او نه يې ورته بډې وهلي .

که موږ دمکتب ماحول ته ځير شو وبه ګورو چې غربي تهذيب پکې دومره سرايت کړی چې دخلکو ترينه دټولنې داصلاح امید ختم شوی دی .

نصاب يې ورځ تربلې بدلون مومي هغه کتابونه چې دزده کونکي د خوزښت او بدلون لامل وه لکه سيرت، داسلام تاريخ، اونور جهادي موضوعات په مکمله توګه له نصابه ولويده، حتی چې له غربي تهذيبه دومره متاثره شوه چې اسلامي نومونه هم ورته ساده ګي او عار ښکاري پرځای دحمزه، عمر، خالد، زبير، اوعبد الله به ته کرن خان ، شارخ خان، جهانګیرخان،سلمان خان اوامرخان غوندې د فلمونو دهیروګانو نومونه اورې ماته دسید قطب شهید رحمه الله خبره رایادوي چې ویل یې:

داسې نسل پکار دی چې اسلام پر خپلو اوږو بار کړي، داسې نه چې دوی دسلام پر اوږو بار وي .

دغه حال دمدرسې هم ده چې نصاب يې ورځ تربلې بدلون مومي دسیرت او تاریح کتابونه خوپه کلیّ توګه دنصاب له ګړنګه لويدلي یوه زیاتي او غیرې مفیده موضوع بللی شي، له منبر خڅه يوازې درسول الله صلی الله علیه وسلم مکي زندګې بیانولی شي دعلماؤ تقاریر او موضوعات یوازې په عباداتو راڅرخي په جهاد او غزواتو بحث کول ورته دسر په بیه ښکارې .

که زموږ له له منبره دجهاد غږ پورته کیدلی او په مدرسو او ښونځیوکې سيرت او تاريخ درسېدلی نو اوس به مو نوی نسل له غیرت سره دومره نابلد نه وای

او نه به مو دغربی ښکیلاګرو پر وړاندې دغه نه هېریدونکی ذلت وای.

زما بحث پر اکثریت بنا ده نه ټول ښونځي او مدارس او نه هم ټول علماء او ښوونکي ترې مرادي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلامت خان
میلمه
سلامت خان

محترم ورور الهام صاحب پر ډېرې مهمې او اساسي موضوع مو ليکل کړي دي. غيرت د افغانانو ديني ارزښت او ملي هويت مهم عنصر دي، دښمن غواړي پخپلو ټولو هڅو د غه ارزښت زموږ له ذهن او ژونده وباسي. پر همدې موضوع محترم مولوي عبدالهادي مجاهد هم په خپل کتاب (ديرغل پر وړاندې) کې مهمې خبرې ليکلې دي چې ستاسې له مضمون سره د مناسبت لرلو له امله يې يوه برخه دلته د کمنټ په ډول لاندې پوسټ کووم. غيرت او همت: امريكايانو او غربيانو ته د خپلو (استشراقي) معلوماتو په په رڼا كې ور معلومه وه چې ډېر افغانان… نور لوستل »