
د چين او هند په سرحدي سيمه کې زلزله شوې
نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۳۹۶، لړم ۲۷): د راپورونو پر اساس نن سهار د هند او چين په سرحدي سيمه کې سخته زلزله شوې خو تر اوسه يې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
د ريختر په کچه د زلزلې زور ۶.۵ ښودل شوی دی چې ويل کېږي مرکز يې د چين د تبت سيمه وه او د ځمکې له سره لس کيلومتره ژوره شوې ده.
تر اوسه د دواړو هېوادونو له خوا د اوښتو زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه راپور نه شته.