افغانستان

دوستم: «د افغانستان ژغورنې اېتلاف» به راتلونکو ټاکنو کې پوره ونډه ولري

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۳۹۶، لړم ۲۷): د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان ژغورنې اېتلاف به راتلونکو ټاکنو کې پوره ونډه ولري او په نږدې وخت کې به افغانستان ته ستون شي.

د دوستم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ترکیې ولسمشر له دوستم سره ژمنه کړې، چې په ترکیه کې د افغان کډوالو د زده کړې، اسنادو او نورو برخو کې به ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

په تېره جولای میاشت کې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني لومړي مرستیال جنرال دوستم، د بلخ والي عطاء‌محمد نور او د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په ترکیه کې د افغانستان ژغورنې په نامه اېتلاف جوړ کړ او ویې ویل چې خپل فعالیتونه به افغانستان کې کوي. خو تراوسه دغه نوي جوړ شوي اېتلاف په افغانستان کې هېڅ کار نه دی کړی.

دوستم وروسته له هغه ترکیې ته ولاړ، چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي پر دوستم تور پورې کړ، چې جنسي ځورونه یې ورکړې ده.

د روانې میاشتې پر ۱۳مه د دوستم اووه ساتونکي په غایبانه ډول په بند محکوم شول؛ خو احمد ایشچي ویلي وو، چې اصلي مجرم«دوستم» دې محکمه کړي.

په تېره چنګاښ میاشت کې په مزار شریف کې مېشت جرمني ځواکونو د دوستم الوتکې ته د ناستې اجازه ور نه کړه او بېرته یې ترکیې ته ولېږله.

د لومړي مرستیال دفتر: د جنرال دوستم الوتکې ته اجازه نه ورکولو خبر دروغ دی

تېره شنبه داسې اوازې خپرې شوې، چې دوستم بېرته هېواد ته راګرځي؛ خو تراوسه د نوموړي د راتګ په اړه کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

لومړی مرستیال جنرال دوستم هېواد ته را ګرځي

دوستم د ولسمشر غني لومړی مرستیال دی او په جوزجان کې د زرګونه پښتنو په وژنه تورن شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x