کونړ: د استیناف څارنوالۍ اجراییه مدیر وژل شوی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): د کونړ د استیناف څارنوالۍ اجراییه مدیر نن سهار وژل شوی دی.

د کونړ د امنیې قومندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، پېښه نن سهار د څوکۍ ولسوالۍ د یوه‌ګل په سیمه کې شوې ده.

د دهقان په خبره، د کونړ د استیناف څارنوالۍ اجراییه مدیر ګل شېرین نن سهار خپلې دندې ته روان و، چې د وسله والو له لوري تښتول شوی او بیا یې وژلی دی.

ده یې وژونکي د داعش وسله وال یاد کړي دي.

تراوسه د داعش اړوند وسله والو د نننۍ پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل دی چې په کونړ کې د داعش وسله وال یو دولتي مامور وژني.

داعش له دې وړاندې خپله زیاته پاملرنه طالبانو، د هزاره ګانو پر تکیه خانو، لاریونونو او غونډو کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د