نړۍ

په بلوچستان کې پنځه پنجابیان وژلي موندل شوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): د بلوچستان ایالت په تربت سیمه کې پنځه پنجابیان په داسي حال کې موندل شوي چې په ډزو وژل شوي دي.

ډان نیوز ته سرچینو ویلي چې ددغه پنځه وژل شویو کسانو جسدونه د سیمې خلکو ولیدل او بیا یې سیمه ییزو امنیتي چارواکو (لیویز) ته خبر ورکړ، وروسته سیمې ته پولیس ورسیدل او تحققات یې پیل کړل.

جسدونه د تربت محلي روغتون ته انتقال شوي دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې وژل شوي کسان ټول د پنجاب ایالت د ګجرات ولسوالۍ اوسیدونکي دي.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي هم په همدې سیمه کې ۱۵ جسدونه موندل شوي وه چې هغه هم ټول د پنجاب ایالت وه او ګمان کیدی چې غوښتل یې د بلوچستان له لاري ایران ته داخل شي او بیا د ترکیې له لاري اروپا ته ځان ورسوي.

د بلوچستان د ازادۍ جبهې رسنیو ته په لیږلي پیغام کې د ۱۵ پنجابیان وژنه تایید کړې وه خو د وروستی پيښې مسؤولیت لا چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x