نظــر

د رسنیو متضاد راپورونه او د عیسویت تبلیغ

د مارچ په ۲۸ مه نیټه طالبانو د کابل په کارته سه سیمه کی په هغه کور حمله وکړه چی د روټ آف پیس په نوم د یوی امریکایی موسسی له لوری کارول کیده. برید د طالبانو د څلورو کسانو له لوری تر سره شو. په لوموړی سر کی یو کس د دغه ودانی مرکزی دروازی مخی ته چاودنه وکړه او نورو دریو ملګرو ته د داخلیدو لاره پرانسته.

د تلفاتو په اړه متضاد راپورونه ورکړل شوی. رویټرز خبری اژانس ویلی چی په دی حمله کی بهرنیو ځواکونو ته هیڅ راز تلفات ندی اوښتی. د دوی په وینا یوازی یوه ماشومه چی د انفجار پرمهال یی په کوڅه کی لوبی کولی وژل شوی ده.لاکن بل لور ته ددی ماشومی په اړوند مختلف راپورونه وجود لری. بعضی راپورونه وایی چی نوموړی انجلی لس کلنه وه، خو د روټ آف پیس موسسی له لوری په خپاره شوی راپور کی د انجلی عمر شپاړس کاله ښودل شوی دی. همدا راز ویل شوی چی د حملی پرمهال نوموړی انجلی له لاری څخه د تیریدو په حال کی وه.  خو د الجزیری تلویزون د معلوماتو په بنیاد ویل شوی دی چی نوموړی انجلی ددی اداری یوه کارکوونکی وه. د راپورونو له مخی دا یو میلمستون و چی د نوموړی موسسی له لوری تری استفاده کیده.

طالبانو ویلی چی برید د دوی د څلورو ملګرو له لوری تر سره شوی دی. د دوی په وینا ددی برید هدف د خارجیانو میلمستون او کلیسا وه. خو بل لوری ته بیا د ۱۱۱ قولی اردو قومندان قدم شاه شهیم د حمله کوونکو تعداد پنځه ښیی. د امریکا حکومت منلی چی نوموړی موسسه د امریکا حکومت د یوایس ایډ له لوری تمویل کیده.

روټ آف پیس یا د سولی ریښی په نوم دغه اداره په کال ۱۹۹۷ کی رامینځ ته شوی ده او له ۲۰۰۳ کال راهیسی په افغانستان کی فعالیت کوی. نوموړی موسسه د افغانستان نه پرته په ویتنام، کروشیا او د فلسطین په غربی تړانګه کی هم فعاله ده.

په هر صورت دا یو حقیقت دی چی په افغانستان کی موجود ځینی تش په نامه موسسات د خلکو د ژوند د هوساینی او له هغوی سره د مرستو کولو تر شعار لاندی خپل نور مغرضانه اهداف په مخ وړی. البته بعضی منل شوی موسسات چی د جهاد له وختونو څخه یی د افغانانو په ریښتینی توګه خدمت کړی له دی څخه مستثنا دی. هغه موسسات چی د خپلو شخصی اغراضو لپاره کار کوی او هدف یی د افغانستان د خلکو خدمت نه دی، داسی موسسات د غربی هیوادونو له لوری تمویلیږی. د دغو موسساتو اصلی هدف د استخباراتی معلوماتو راټولول، د عیسویت د دین تبلیغ او زموږ په اسلامی ټولنه کی د غربی فرهنګ پلی کولو ته زمینه برابرول دی. پدی وروستی پیښه کی غربی میډیا هم دا منی چی پدی موسسه کی یو کلیسا وجود درلود. اوس پوښتنه دا ده چی آیا په هره موسسه کی باید یوه کلیسا وجود ولری؟ له بله پلوه ددی کلیسا وجود د طالبانو هغی خبری ته لا قوت وربښی چی دوی ویلی چی له دی میلمستون څخه د کلیسا په توګه کار اخیستل کیده او افغانان یی عیسویت دین ته رابلل.

 څه موده وړاندی یوه عربی تلویزونی چینل راپور خپور کړ چی په هغه کی ښودل شوی چی په بګرام کی امریکایی ځواکونه د عیسویت د دین د تبلیغ او اشاعت لپاره کار کوی. په دغه راپور کی د انجیل کاپیانی هم ښودل شوی وی چی په پښتو او دری ژبه چاپ شوی دی. دا خبره د پام وړ ده چی ځینی داسی  اداری شته چی د این جی اوګانو تر نامه لاندی د حکومت د متوازی ارګانونو په توګه فعالیت کوی او د خپلو حکومتونو هداف په مخ بیایی.

لنډه دا چی این جی اوګانی یا موسسات د نیکو مقاصدو په خاطر رامینځ ته کیږی. ډیری موسسات د بشر د حقوقو، تعلیم او د خلکو د ژوند د هوساینی لپاره کار کوی چی دا یو ښه کار دی. خو بعضی استخباراتی شبکی او یرغلګری قواوی د موسساتو د نوم څخه ناوړه استفاده پورته کوی او پدی توګه په مجموع کی د موسساتو حیثیت ته زیان رسوی. البته اوس هم داسی موسسات وجود لری چی خپل حیثیت یی د تل په څیر ساتلی او د ولسونو لپاره په واقعیت سره خدمت کوی. افغانان داسی ادارو ته د قدر په سترګه ګوری.

انعام الله احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x