ټرمپ د دفاع وزارت پنټاګان څخه دلیدنې پر مهال / ارشیف

پنټاګان د ټرمپ څخه غوښتي چې «ولسمشري» پریږدي!

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا دفاع وزارت پنټاګان پر خپل رسمي ټویټر اکاونټ هغه «ټویټ» بیا نشر کړی چې د ولسمشر ټرمپ څخه یې د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده.

د پنټاګان ویاند وروسته بخښنه وغوښته او وې ویل چې د دوی د ټویټر اکاونټ یوه چلوونکي په غیر قصدي ډول د ټرمپ دګوښه کېدو ټویټ بیا نشر (ریټویټ) کړ.

که څه هم وروسته د پنټاګان د اکاونټ چلوونکي خپلې غلطۍ ته فکر شو او سمدستي يې هغه ټویټ ډیلیټ کړ خو تر مخه یی خلکو سکرین شاټونه (انځورونه) اخیستی وه او په ټویټر کې یې د ټرمپ مخالفین خوشحاله کړي وه.

په ټویټر کې یوه امریکايي فعال «روی مور» د نورو خبرو تر څنګ لیکلي وه چې ډونلډ ټرمپ دي د ولسمشرۍ څخه استعفا ورکړي. چې وروسته د پنټاګان رسمي ټویټر اکاونټ هغه ریټویټ کړ. پنټاګان ۵.۲ ملیونه فالوران (تعقیبوونکي) لري.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي د ټویټر یوه کارکوونکي خپل د کار په اخري ورځ د ولسمشر ټرمپ اکاونټ له ټویټره ډیلیټ کړ خو وروسته ټویټر ادارې معذرت وغوښت او وې ویل چې یوه کارکوونکي د خپلې دندې په وروستی ورځ دا کار وکړ. د ټرمپ اکاونټ د ۱۱ دقیقو لپاره بند وو.

ټرمپ د خپل ټویټر اکاونټ څخه په لویه کچه استفاده کوي او تر نورو ټولو رسنیو یې غوره بولي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
RAZMOHAMMED KAMAWALL
میلمه
RAZMOHAMMED KAMAWALL

HONOR DONALD TRUMP IS THE BEST PRESIDENT/HE DOING VERY WELL AND POSITIVE,
HIS POLICY IS MORE EFFECTIVE,,

khushal
میلمه
khushal

د دی اړه نشته چه مونږ د راز محمد کامه وال په نامه انګریز یا امریکا یی په اړه جلا جلا فکرونه وکړو چه هغه به چاسوس وی او هغه پلورل شوی بلکه د هغه له پورتنی انګلیسی تبصری معلومیږی چه د هغه په رګونو کی د انګریزانو او یا امریکایانو وینه ده د هغه د پورتنی تبصری ژباړه : هغه لیکلی چه : [[ جلالتماب ډونالډ ترمپ د نړی په تاریخ کی تر ټولو بهترین جمهور ریس دی هر څومره چه مسلمانان او په ځانګړی ډول افغانان وژنی یا یی په منځنی ختیز کی د نوی پروزی د پاره… نور لوستل »