پنټاګان د ټرمپ څخه غوښتي چې «ولسمشري» پریږدي!

ټرمپ د دفاع وزارت پنټاګان څخه دلیدنې پر مهال / ارشیف

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): د امریکا دفاع وزارت پنټاګان پر خپل رسمي ټویټر اکاونټ هغه «ټویټ» بیا نشر کړی چې د ولسمشر ټرمپ څخه یې د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده.

د پنټاګان ویاند وروسته بخښنه وغوښته او وې ویل چې د دوی د ټویټر اکاونټ یوه چلوونکي په غیر قصدي ډول د ټرمپ دګوښه کېدو ټویټ بیا نشر (ریټویټ) کړ.

که څه هم وروسته د پنټاګان د اکاونټ چلوونکي خپلې غلطۍ ته فکر شو او سمدستي يې هغه ټویټ ډیلیټ کړ خو تر مخه یی خلکو سکرین شاټونه (انځورونه) اخیستی وه او په ټویټر کې یې د ټرمپ مخالفین خوشحاله کړي وه.

په ټویټر کې یوه امریکايي فعال «روی مور» د نورو خبرو تر څنګ لیکلي وه چې ډونلډ ټرمپ دي د ولسمشرۍ څخه استعفا ورکړي. چې وروسته د پنټاګان رسمي ټویټر اکاونټ هغه ریټویټ کړ. پنټاګان ۵.۲ ملیونه فالوران (تعقیبوونکي) لري.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي د ټویټر یوه کارکوونکي خپل د کار په اخري ورځ د ولسمشر ټرمپ اکاونټ له ټویټره ډیلیټ کړ خو وروسته ټویټر ادارې معذرت وغوښت او وې ویل چې یوه کارکوونکي د خپلې دندې په وروستی ورځ دا کار وکړ. د ټرمپ اکاونټ د ۱۱ دقیقو لپاره بند وو.

ټرمپ د خپل ټویټر اکاونټ څخه په لویه کچه استفاده کوي او تر نورو ټولو رسنیو یې غوره بولي.

تبصرې (2)

  • د دی اړه نشته چه مونږ د راز محمد کامه وال په نامه انګریز یا امریکا یی په اړه جلا جلا فکرونه وکړو چه هغه به چاسوس وی او هغه پلورل شوی بلکه د هغه له پورتنی انګلیسی تبصری معلومیږی چه د هغه په رګونو کی د انګریزانو او یا امریکایانو وینه ده د هغه د پورتنی تبصری ژباړه : هغه لیکلی چه :
    [[ جلالتماب ډونالډ ترمپ د نړی په تاریخ کی تر ټولو بهترین جمهور ریس دی هر څومره چه مسلمانان او په ځانګړی ډول افغانان وژنی یا یی په منځنی ختیز کی د نوی پروزی د پاره د عربو ، ایران ، ترکیی او نورو تر منځ دنفاق اور بل کړی او غواړی چه د عربو له منځه بلیک واتر یا داعش لا پسی تقویه کړی یا یی زمونږ په مظلوم اولس د ۴۰ لکو په نشه توکو روږدولو او وژلو سربیره فاسده او ناوړه غلامه اداره یی په مونږ تپلی او ملاتړ یی کوی او ..... بیا هم د هغه ټولی استعماری کړنی د رازمحمد کامه وال په غلامو سترګو د قدر وړ او د منلو وړ دی یهودی یا صلیبی کامه وال زیاتوی چه د ترمپ ټولی کړنی موثری او مثبتی دی که د کابل د غلامانو میرمنی یی هم خپلی کړی خیر دی د تورو سترګو په ځای به د کامه وال په شان شین سترګی امریکایان یا انګریزان وزیږوی .
    هغه جاسوس یهودی ته دا مهمه نه ده چه د حریصو یهودانو او استثمارګرو صلیبانو له خوا په مظلوم بشریت څه تیریږی هغه دپاره مهمه دا ده چه د نورو جاسوسانو په شان د کاموال یهودی جاسوس هم له ډالرو ډکیږی