fbpx

ساينس فيکشن(تفکراو تخيل)/ محمد یونس تنویر

ما د ساینس پيکشن په اړه د ډاکتر احسان الله درمل او طایر ځلاند سره په منفرده توګه بحثونه کړي دي. څومره چې د دوی نظر دی، هغه د انګریزي ادب د ساینس فېکشن د تعبیر سره درست دي، هغه داسې چې د اردو ادب د تعبیرونې له مخې افسانوي خیالات چې کله تجربه شي، هغه په ساینس افیکشن باندې تعبیر شوي دي او د درمل صیب تعبیر له مخې، هغه خیالات چې ساینسي بڼه خپله کړي، هغه به ساینس افیکشن وي. دي د انګریزي ادب، هغه ناول یادوي، چې د سپوږمۍ ته د ختلو افسانه لري، چې بیا وروسته ساینسي تجربه وګرځېده.

ځلاند صیب بیا وايي چې ساینس فيکشن دې ته وایي چې د افسانې په ټولو توکو، ساینسي تجربه امکاني وي. مثلاً د چای څښلو اراده وکړو، نو د هوا له لارې راشي. دا افسانه ځکه ده، چې د ساینس تجربه پرې ممکنه کیدای نه شي. دی د جوجو ناول مثال ورکوي، چې دا ناول یو افسانوي ناول دی او دا ساینس اپیکشن نه شي کېدای. ځکه چې هغه ته ساینسي شکل ورکول نا ممکن دي.

دا دواړه درستې خبرې دي. ځکه، یو یې په ساینس کیدو او بل یې په نه کیدو دلالت کوي. ځکه هغه افسانه چې ترمیم شوې وي، هغه کې به ساینس او خیال ځکه ګډ وي، چې انسان ته ناشونې وه او ساینس شونې کړه. مطلب دا چې ساینس هم انساني تجربه ده او هم خیالي.

هغه افسانه چې لا تر اوسه ساینس تجربه کړې نه وي ، ممکن راتلونکي انسانان یې ساینسي تجربه وګرځوي، ځکه چې د اوسني ساینس ځینې تجربې د پخواني ادب د افسانو نه را زېږېدلې دي. او موږ یې ډېر مثالونه پيدا کولای شو. نو دا به ځکه ساینس افیکشن وي.

دا چې ددغو دواړو ترمنځ د تفکر او تخیل یو ګډ تاثر پروت دی، نو ښه دا ده چې ددغو دواړو ترمنځ اړیکې هم معلومې شي. موږ به دغه باب د مرحوم استاد پسرلي په شاعرۍ کې در ښکاره کړو، ښه دا ده چې اول یې باید پېژندنه وشي.

اصل کې د ادبي تخلیق اهمه ځانګړتیا تخیل یا خیال سازول دي، مګر دغه تخیل د رومانوي احساس زېږنده ده. رومانیت یوازې د مینې او ښکلا پالل نه دي. بلکې جذبه، پاریدنه، د خیال ازادي، د درد احساس، انساني مینه، د احساس او اظهار ازادي، د روایاتونه بغاوت، خوشالي او داسې نور دي.

د پسرلي صیب شاعري په همدغه رنګ کې، په یوه جذباتي شکل متعارفه شوې ده. خیال یې یوازې د مجازي نړۍ سره تعلق نه لري، بلکې خیال یې یو داسې حقیقت دی، چې تفکرانه مزاج هم ورسره، غاړې-غړۍ دی. زموږ په تنقیدونو کې د تخیل احساس یا خیال ښودل، یوازې او یوازې دروغ وي. مګر خیال یو باور دی. یو ادراک دی. دا هغه ادراک دی چې لومړني افکار په یو ډول نه، یو ډول ور سره تړل شوي وي. هغه سالک صیب ښه ویلي دي، چې فکر د خیال په پټي ګې را زرغونیږي. خیال مطلق دروغ نه دي او خیال مطلق ریښتیا هم نه دی. ګولرج خو مفکوره هم د رومانیت تر اغېز لاندې ګڼي. او معید رشدي به ویل چې په باور او خیال کې توپیر نشته. استاد پسرلی هغه شاعر دی چې دغه دوه توکې يې سره تړلې دي.

غـره تـه خـتلو کـړم په ډېرو منل شویو شکمـن

چـــې غر به لوړ و خــامخا که شاو خوا ناسته وه؟

(استاد محممد صدیق پسرلی)

د پسرلي صیب پورتنی بیت، د غره لوی والی او جګ والی نه مني. دده په خیال، دا ګرده ځمکه ناسته ده؛ نو موږ ته ځکه ټیټه ښکاري. د فلسفې کار، فکر کول او تعقل پالل دي؛ مګر په دې بیت کې لومړنی احساس د خیال څخه اخستل شوی او بیا پکې فکر او تعقل پالل شوی دی. دا د پسرلي صاحب یوه ابداعي تجربه ده او ابداعي تجربه تخیلي تجربه وي. هغه د کالرج په وینا: هغه ځواک چې موږ؛ یانې دوه نړۍ (ذهن او طبیعت) سره ونښلوي هغه تخیل یا د تخیل ځواک دی. دی! چې د تخیل لوی مخترع دی؛ دې پایلې ته رسیدلی دی چې وایي: شاعرانه تخیل د ذهن انځور ګري ده.

ځکه چې موږ کوم شیان د څرګنداوي وړ او یا یې ښکاره کوو؛ زموږ په خوښه او ذوق سره کیږي. دا زموږ د ذوق لوالتیا ده؛ نو څه ضرور دي چې تخیل ته یوه داسې جامه ورکړو چې خلک دې پرې زړه تورن کړو، چې څوک یې ونه پیژني؟ د هابز په خبره: زموږ ټوله پېژندنه له حسي تجربې څخه لاس ته راځي. موږ چې څه وایو یا یې ترسیموو، ددې ټولو سرچینه تخیل یا خیال کول دي. لکه څنګه چې عالم مادي د الله تعالی په علم کې و، هم هغه رنګه یې څرګند او ښکاره کړ.

د تخیل کار دادی چې فکر په زړه راښکونکي بڼه زرغون کړي. نو زموږ ساینسیون دې ادب ولولي تر څو ساینس اپیکشنونه رامنځته شي، د اروپا ساینسي عروج د رنسانس دوره وه او رنسانس لومړني پیل کونکي شاعران او ادیبان ول.

د تخیل کار افسانوي کردار نه دی. تخیل د مادي شیانو معنوي کړنې را باسې. کله چې سنجش کوو او یو شی په ذهن کې جوړو ، هغه ته یو داسې وجود ورکوو چې زړه او عقل ژوندي کړي. همدغه کړنه دتخیل ده. دغه کردار خیال جوړول دی. د استاد پسرلي صیب په لاندې بیت کې همدغه کردار ښه څرګند شوی دی:

داســـې چــې تر ستورو هم پۍ مخی شوې

مـــور بــا دې وهـــلـې دایـم پـــۍ په مخ

په پورتني بیت کې پسرلي صاحب د خپل معشوق د ښکلا لپاره یو شاعرانه دلیل راوړی دی. دغه شاعرانه دلیل یو خیالي تاثر دی. کله چې د یوه شي موجوده بڼې ته، یو شاعرانه دلیل یا شاعرانه منطق راوړل شي او هغه ته یو بل تاثر ورکړل شي. دا یوه تخیلي تجربه ده. مګر کله چې د یوه شي مو جوده بڼه د بل شي د موجودې بڼې سره ورته وګڼل شي یا شباهت ورکړل شي انځور یا تصویر ګڼل کیږي.

استاد روهي د شعر لیکلو لپاره دوه ډوله ارزښتونه بیانوي:

الف : ذاتي ارزښتونه، لکه : استعاره، تشبیه، مجاز، تخیل …

ب : بهرني ارزښتونه، لکه: فکر، فلسفه، اخلاق، سیاست …

بهرني ارزښتونه موږ ته د یوه شي یا د یوه کار په اړه پراخ تصور نه راکوي. ولې ذاتي ارزښتونه، شاعرانه تجربه وي او شاعرانه تجربه تخیلي کړنه وي. دغه تخیلي تجروبه لامحدوده وي، چې د انسانانو روحي تمیلات را ویښوي. که چېرته یو شاعر یواځې د بهرني ارزښتونو شاعر وي، شعر به یې هم محدود وي. په پښتو ژبه کې اجمل خټک، مطیع الله تراب، د مجاهدینو د وخت غیرالتزامي شاعري او داسې نورې یې ښکاره بیلګې دي. دوی یوازې د همدغو بهرنيو ارزښتونو شاعران دي چې ممکن ډېر کم شیان، نوي ولري. که بهرني او ذاتي ارزښتونه دواړه په شعر کې راوستل شي او هغې ته د الفاظو یو داسې تناسب ورکړل شي چې یو ناشونی حالت رامنځته کړي. دغه تجربه ساینسي تجربه کيدای شي او په رنسانس کې ساینسونو همداسې نوښتونه وکړل.

استاد پسرلی دهمدغې تجربې شاعر دی. د هغه شاعري یو تخلیقي عمل دی او تخلیقي عمل تخیلي او فکري تجربه وي. حال دا چې دده په شاعرۍ کې توهمي ځواک هم ډېر غښتلی دی. توهمي ځواک د تخیل سرچینه وي. موږ په مخکینیو مقالو کې دا خبره جوته کړه چې په باور او خیال کې فرق نشته؛ کله چې باور هم، د خیال سره اړیکې لري، نو فکر ولې له خیاله سیوا، شی وښایو؟ بلکې فکر هم د توهمي ځواک له اجزاو، راټو کیږي؛ او کله چې د پسرلي شاعري په همدغه ځواک کې غښتلې ده، نو په زغرده دا ویلی شو چې پسرلی صیب د فکر او تخیل یو عالي شاعر دی او دده شاعري ددغو دواړو ارزښتونو څخه برخمنه او غني ده. دغه کړنه په ادب کې تلپاتې او لوړه وي. پسرلی صیب انسان ته په عام ژوند کې هم د همداسو تجربو ښودنه کوي او وایي چې :

ځې چې پټه خوله د بل په لاره ته به پاتې یې

ستن به ځان ایستلی وي خو تاره ته به پاتې یې

یا دا چې:

ګرد دلارې وګوره د شپون په مخ

او بیا که چېرته مینې ته جسم کاږي؛ نو د الفاظو له جوړښته یې وجود را ښکاره کوي:

مـاوې چې ښکار کړی به دې یو زه وم

بنـدې و دزلـفو په هـــر ولـــه بهـــار

شاعر وایي ما دا ګڼله چې ستا حسن به یوازې زما زړه په خپله ولکه کې لري، مګر له دې، نه ومه خبر چې ستا د زلفو په هر تار پسې ګیډۍ ـ ګيډۍ د مینانو زړونه زانګي. حال دا چې زړونه په ښکاره چا پسې نه زانګي او نه، خو څوک دا مالومولی شي چې څوک د چا سره څومره مینه لري؟ دا چې شاعر یو نفسیاتي او تخیلي ارواپوه دی، نو د داسې صحنو په کشف کولو باندې زیاته اډانه لري. له دې وجهې، خو په شاعر کې له بل هر چا تخلیقي قوت زیات پټ وي.

ددغو شعر ونو، وهمي ځانګړنې یو اروایي ځواک رامنځته کړی دی. دغه اروایي ځواک یوه تخیلي تجربه ده. کله چې د داسې اظهار تو څرکندویي کوي، په حقیقت کې یو تمثیلي حالت انځور وي. او تمثیلي حالت عین ‌ذات نه وي. بلکې یو حالت د بل حالت سره ښودل شوی وي. او دا بیا د را وروستو انسانانو کار دی چې څه شی ترې جوړولی شي او کنه. نو دغه دوهم حالت کې تخیلي کړنه زیاته وي، په همدې کړنه تخیل درواغ ښکاري. حال دا چې درواغ هېڅ مشابهت او کړنه، نه لرې.

د میرزا غالب په وینا شاعري قافیه پیمایي نه ده؛ بلکې مانا افریني ده، مګر دغه مانا څه داسې ټوکې نه دي چې بې ریاضته دې د غزل په ماهیت کې ځای ونیسي. مضمون که هر ډول وي د شاعرۍ ایینه ګڼل کیږي. د مضمون اهم توکی مانا ده. چې څوک یې د شعریت له عناصرو سره اوډونوي، ښه شاعري يې ګڼلی شو.

په شعري فلسفه کې هغه خیالات چې په عقل غالب نه وي، کلاسیکیت ورته ویلی شو. مګر هغه خیالات چې په عقل باندې غالب شوي وي، رومانیت ورته ویل کیږي. په پورته دوو توکو کې فکر د لومړني جز دی او خیال د دوهم یانې د رومانیت جز دي. د پسرلي صیب شاعري ددغو دواړو توکو ترمنځ د اتصال کړۍ ده، مګر د رومانیت باغیانه اظهار یې داسې افراط، نه دی چې فکري خصایص دې ونه لري او داسې وچه فکري شاعري يې هم نه ده کړې چې د خیال افریني ، زنار دې ترې تاو نه وي.

ښه دا به ووایو چې تخیل دې درواغ دی، ولې اروپایانو ساینسي عروج له همدې خیالاتو څخه کړی دی.

مطلب دا دی چې په کو م ادب کې چې فکر او خیال سره وصل شوي وي؛ نو دا به ساینس اپیکشن وي، هغه که لا تر اوسه مجرد وي او یا که مادي وجود یې پیدا کړی وي او یا نه وي؛ هغه د درمل صیب خبره ؛ ممکن وروسته دا چاره وشي. او یا د ځلاند خبره چې ونه شي. خو دا ډول ادب به دایم په تفکر او تخیل استوار وي. ښه دا ده چې ډېر نږدې مشتراکاتو ته فاصلوي ایجاد ورنه کړو. هغه د پسرلي صیب بیت را یاد شو:

وي به په اسبابو اتکا د بیدارۍ قصور

ډېر ځله په خوب کې بې وزرو اولوتلی یم

(استاد پسرلي)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د