نظــر

زمونږ بندیان، زمونږ جنت او دوزخ

په نن ټکی اسیا کې مې د (زه ابن اسیر یم که ابن شهید؟) تر سرلیک لاندې مقاله ولوستله. مقالې د یو داسې مجاهد د کورنۍ او بچیانو برخلیک انځور کړی وه چې د انقلاب، غدر، او خیانت په راالوتي طوفان کې ئې قبر او زندان دواړه ورک دي.

د شوروي اشغال په وخت کې ډیر افغانان د هیواد په زندانونو کې ورک شول، خو له بده مرغه په امریکايي اشغال کې د افغاني زندانو ترڅنګ د پاکستان په زندانو کې هم بې شمیره افغانان داسې ورک شول چې نه ئې مړی معلوم شو او نه ژوندی. هغه ورک زندانیان چې څه ناڅه د شهرت خاوندان دي، اوس هم طالعمند دي چې کله ناکله ئې په اړه اندیښنې راپورته کیږي، خو داسې ډیر ګمنام او نومورکي افغانان د پاکستان په زندانو کې ورک دي چې نه د شناخت څوک لري او نه د پوښتنې، او که لس کاله نور هم ورک وي په ټولنه کې به ئې د کورنۍ له دایرې نه بیرون هیڅ څوک هم خلا محسوسه نه کړي.

دا هغه مجاهدین دي چې د هیواد د ازادۍ په ګناه نیول شوي، همدې ارمان ته د رسیدلو په لټه کې وتلي او تر نن ورځې پورې په دې لاره کې ورک دي. ددوی د حالت، وضعیت او موقعیت څارنه، پلټنه، پوښتنه او تعقیب په لومړي قدم د همدې جهاد د مشرتابه مسئولیت دی، زه باورم لرم چې د بندیانو ژوند د روان جهاد د مشرتابه له لومړیتوبونو څخه دی.

څه موده وړاندې په رسنیو کې راغلل چې طالبانو په ګوانتنامو کې د خپلو بندیانو د خلاصولو پر سر له امریکایانو سره خبرې اترې پیل کړي او د بندیانو خلاصیدل ئې د راتلونکو خبرو اترو او مذاکراتو د پیل لپاره اولنی شرط ایښی. دا د خوښۍ زیری دی، د روان جهاد په قیادت باندې د خلکو باور او اعتماد لا پخوي چې د شهید او زنداني ولس هیلې او ارمانونه ئې هیر نه دي، امید دی چې طالبان د پاکستان په شمول له هر هیواد سره عین پالیسي اختیار کړي، له پاکستان سره ټولې اړیکي او خبرې اترې د بندیانو د موضوع په تصفیې پورې مشروطې وګرځوي.

په خبرو اترو کې چې څومره د یو چا غوښتنې او مطالب پر حقه وي هومره ئې د مقابل لوري پر وړاندې مورال اوچت او موقف پیاوړی وي. او د بندیانو غوښتنه او پوښتنه د طالبانو روا حق ګڼل کیږي.

بناء د بندیانو موضوع، د ټولو اړیکو او تعلقاتو لپاره اساس ګرځول نه یوازې له یو هیواد سره د مذاکراتو او خبرو اترو پرمیز د مجاهدینو موقف او مورال ته پیاوړتیا وربخښي، د مجاهدینو د مشرتابه اخروي مسئولیت هم رفع کوي.

عبد الله بن عباس (رضي الله عنهما) وايي چې عمر بن الخطاب (رضي الله عنه) زما له نږدې ملګرو څخه وه، د نوموړي له شهادت وروسته ما همیشه خدای ته سوال کاوه چې په خوب یې راوویني. یو کال وروسته مې په خوب ولید چې له تندي (وچولي) ئې خولې پاکولې. ما ترې پوښتنه وکړه چې یا امیر المومنینه! الله جل جلاله درسره څه وکړل؟، عمر بن الخطاب (رضي الله عنه) په ځواب کې وايي: د الله جل جلاله په رحمت او مهربانۍ همدا اوس له حساب او کتاب څخه فارغ شوم.

ابن عباس (رضي الله عنهما) ترې پوښتنه کوي چې ایا اسلام ته د خدمت په سبب الله تعالی وبخښلې؟ عمر رضي الله عنه وايي: نه. بیا پوښتنه کوي چې ایا د علمیت او پوهې په برکت ئې وبخښلې؟ وايي نه. بیا پوښتنه کوي چې ایا د عدل په سبب یې وبخښلې؟، وايي نه. ابن عباس (رضي الله عنهما) پوښتنه کوي چې نو بیا هغه کوم عمل وه چې د هغه په سبب درته الله تعالی عفوه او مغفرت وکړ؟

حضرت عمر بن الخطاب (رضي الله عنه) ورته په ځواب کې وايي: یوه ورځ زه په مدینه منوره کې روان وم، یوه ډله ماشومان مې ولیدل چې یو مارغه ئې په تار تړلی او لوبې پرې کوي، ما ئې له پښو تار خلاص کړ او مارغه مې پریښود چې والوزي. کله چې له ما سره حساب او کتاب کیدلو ما ته وویل شول چې ای عمره! تا یو مارغه له بند څخه ازاد کړ، نن ورځ به مونږ تا له دوزخ څخه ازاد او جنت ته داخل کړو.

دا له بند څخه د یو مارغه د خلاصولو هغه اخروي اجر دی چې د امیر المومنین عمر بن الخطاب په څیر شخصیت پرې له دروزخ څخه ازادیږي او جنت ته داخلیږي، نو څه فکر کوئ چې د هغو زرهاوو انسانانو، مسلمانانو او مجاهدینو اخروي مسئولیت به څه وي چې د الله جل جلاله د کلمې د لوړولو په ګناه د کفارو او د هغوی د اجیرانو په زندانونو کې بې پوښتنې پراته دي؟!!

له الله جل جلاله څخه سوال کوو د جهاد قیادت ته په دغه دنیوي او اخروي امتحان کې د بریالیتوب توفیق ورکړي، خدای دې د اسلام په لار کې بندي مسلمانان راخلاص، او د دښمن لاسونه له پاتې مجاهدینو څخه لنډ او شنډ ولري. آمین

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x