سعودي کې شکنجو بندي شاهزادګان تر روغتونه رسولي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): سعودي عربستان کې د شاهي کورنۍ نیول شوي شپږ غړي تر سختو تعذیبونو او شکنجو لاندې دي، چې ځيني يې د ناوړه روغتیايي حالت له کبله روغتون ته لیږدول شوي دي.

میډل ایسټ آی ویب پاڼې تر دې سرلیک «د پخواني پاچا عبدالله زوی هم د شکنجو قرباني دی» لاندې یو راپور خپور کړی او لیکلي یې دي چې د ملي ګارډ پخواني وزیر «متعب بن عبدالله» په ګډون د شاهي کورنۍ شپږ غړي دومره وهل ټکول شوي چې د نیول کیدو په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې تر روغتونه رسیدلي او یو تن یې په بیړنۍ خونه کې بستر شوی دی.

ویب پاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې د روغتون ډاکټرانو ته ویل شوي چې ګویا دغو کسانو د ځانوژنې هڅه کړې، حال دا چې په بدنونو یې د وهلو ټکولو آثار او د عسکري بوټانو د لغتو نښې نښانې لیدل کېدې.

راپور زیاتوي چې په یادو شاهزادګانو سربېره نور بندیان هم د شکنجو او تعذیب په پایله کې تر روغتونه رسیدلي چې د ټولو شمیر ۱۷ تنو ته رسیږي.

داسې باورونه شته چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له فساد سره د مبارزې تر نامه لاندې هغه کسان له مخې لیرې کوي چې د خپلې راتلونکې پاچاهۍ په وړاندې يې احتمالي خنډ ګڼي.

د روانې میلادي میاشت په پیل کې د شاهزاده محمد بن سلمان په امر د شاهي کورنۍ د ۱۱ غړو په شمول ګڼ وزیران او لوړپوړي چارواکي د فساد په تور نیول شوي او د عام زندان په ځای د پلازمینې ریاض په پنځه ستوریز هوټل (رټز کارلټن) کې ساتل کیږي.

میډل ایست آی ویب پاڼې ته خپلو سرچینو ویلي چې سعودي چارواکو اوس د همدې هوټل دننه روغتیايي واټونه جوړ کړي ترڅو بهرني روغتون ته د بندیانو د انتقال اړتیا نه وي.

ویب پاڼه د پخواني پاچا فهد زوی «عبدالعزیز»، چې دوه نیمې میاشتې وړاندې نیول شوی، د وضعیت په اړه هم اندیښنه څرګندوي او لیکي چې نوموړی د نیول کیدو په لومړیو وختونو کې روغتون ته لیږدول شوی خو تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی.

یادې ویب پاڼې د یوې امریکايي سرچینې په حواله لیکلي چې شهزاده محمد بن سلمان غواړي چې له نیول شوو شاهزادګانو څخه یو تریلیون ډالره راغونډ کړي.

وړمه ورځ فایننشل ټایمز ورځپاڼې هم په ورته راپور کې خبر ورکړی و چې سعودي چارواکو له نیول شوو شاهزادګانو څخه غوښتنه کړې چې د خوشې کیدو په بدل کې باید د خپلو شتمنیو ۷۰٪ برخه دوی ته وروسپاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د