نړۍ

قطر وايي اوس هم د عسکري برید وېره شته

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن په امریکا کې خبریالانو ته وویل، هیواد یې اوس هم ویره لري چې سعودي او امارات به عسکري برید باندي وکړ.

که څه هم ددې تر مخه سعودي او امارات پر قطر دعسکري برید خبرونه ناسم بللي خو د کویټ امیر شیخ صباح په امریکا کې د ټرمپ سره تر لیدنې وروسته ویلي وه چې ددوی منځګړیتوب پر قطر د برید مخنیوی وکړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د عسکري برید د احتمال په اړه وویل، هیڅ شک نشته، په سیمه کې لوی هیوادونه نړیوالو قوانینو او معاهداتو ته احترام نه لري او غواړي چې کوچني هیوادونه خپلې مستعمرې وګرځوي او په زور باندي خپل د خوښي واکمن وټاکي.

نوموړي د سعودي وروستیو جریاناتو ته په اشاره وویل، په سیمه کې د ځینو هیوادونو چارواکي غیر مسؤول سیاستونه خپلوي چې له امله یې ټول منځني ختیځ کې ورځ په ورځ حالات کړکیچن کیږي.

او زیاته یې کړه، د سعودي او امارات مشران باید په دې ځان پوهه کړي چې په نړۍ کې نظام او قوانین شته چې باید احترام یې وشي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په لبنان او یمن کې د ایراني نفوذ په اړه وویل، ایران په دغو هیوادونو کې د خپلو ملاتړو په واسطه نفوذ پیدا کوي چې په سیمه کې د ټولو هیوادونو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده، خو حل یې د خبرو اترو له لاري ممکن دی، جګړې او ګواښونه به سیمه نوره هم بحراني کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx