نړۍ

د لبنان لومړی وزير فرانسې ته ورسېد

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): د لبنان لومړی وزير سعد الحریري په سعودي کې له استعفا اعلانولو وروسته له خپلې مېرمنې سره نن د فرانسې پلازمېنې پاریس ته ورسېد.

نوموړي په سعودي کې د خپلې نظر بندۍ خبرونه ناسم وبلل او نن به د فرانسې له ولسمشر ايمانوي ماکرون سره وګوري.

ماکرون ويلي و، چې دی به سعد الحریري د لومړي وزير په توګه استقبال کړي او زياته کړې يې وه، چې حريري به پاريس کې له څو ورځو او يا اونيو وروسته بېرته لبنان ته وګرځي.

د حریري هرکلي لپاره په فرانسه کې د لبنان له سفير رامي عدوان پرته بل څوک يا فرانسوي چارواکی نه و راغلی.

عربي رسنۍ وايي، چې له حريري سره يې يوازې مېرمن وه او دواړه زامن يې د سعودي عربستان په پلازمېنې رياض کې پاتې دي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جان ايف لورډيان څو ورځې وړاندې ریاض ته تللی و، هلته يې د سعودي چارواکو سربېره له سعد حريري سره هم ليدلي او هغه ته يې فرانسې ته د ورتلو بلنه ورکړې وه.

د فرانسې ولسمشر ويلي، چې حريري به پاریس کې د پناه غوښتونکي په توګه پاتې نه شي او په څو ورځو يا اونيو کې به بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

سعودي کې هوايي ډګر ته له روانېدو وروسته سعد الحريري په خپل ټويټر کې ليکلي و: «زه هوايي ډګر ته روان یم، زما د نظر بندۍ خبرونه، چې هر چا خپاره کړي، هغه غلط دي او په رياض کې زما د پاتې کېدو موخه د لبنان او عربي هېوادونو د مستقبل په اړه د سلا مشورو لپاره وه.»

د لبنان لومړی وزير وروسته تر هغه پاریس ته ولاړ، چې دوه اونۍ وړاندې يې د سعودي له پلازمېنې رياض څخه خپله استعفا وړاندې کړه او د استعفا د اعلان پر مهال يې ایران او حزب الله په لبنان کې د اړي ګړي په جوړولو تورن کړل، خو په ځوابي غبرګون کې ایران او حزب الله سعودي د لبنان په چارو کې په لاسوهنو تورن کړ او د حزب الله مشر حسن نصرالله وویل، چې سعودي پر لبنان او حزب الله عملي جګړه پيل کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x