افغانستان

زابل : عدليې ریاست کې د پولیسو استازي حقوقي دعوه کوونکي وژلي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶):د زابل ولايت د عدليې رياست په انګړ کې دوه تنه حقوقي دعوه کوونکي وژل شوي او يو بل ژوبل دی.

پېښه نن غرمه مهال را منځته شوې.

د حقوقي دعوې د څېړلو په مهال يو لوري پر خپل جانب مقابل لوري ډزي کړي ، دوه تنه يې وژلي او يو بل يې ټپي کړی.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سیال منلې چې بريد کوونکی په کابل کې د زابل د پولیسو استازی دی.

بريد کوونکی په تيښته بريالی شوی.

د پيښي قربانیان د زابل ولايت د مېزاني ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x