نړۍ

د امريکا د رازونو افشا کوونکي جایزه ګټلې

د امریکا د استخباراتو پخواني مامور نهه ویشت کلن ادوارد سنودین د امريکا د رازونو د افشا کولو په خاطر د رښتیاویلو جایزه ګټلې. دا جايزه د یو مشهور ژورنالیست په نوم مشهوره ده چې د ریدیناور نومېږي، نوموړي د ویتنام په جګړه کې د افشاګر په نامه شهرت موندلی و.

 

له ادوارد سنودین سره یوځای داجایزه د هغه دوونورو ملګرو هم اخيستې چې له ده سره يې د محرمو اسنادو په افشاکولو کې مرسته کړې. دنوموړي ملګري ريژیسور او ژورنالیست لااوارا پویتیرس نومېږي.
د ریدیناور جایزه د ملت انستیتوت له خوا تاسيس شوې ده، چې د امريکا نهه دېرشم ولسمشر جيمي کارتر هم ګټلې وه.
ادروادسنودین د امریکا داستخباراتې شبکې مامور و،چې څه وخت وړاندې يې د دې ادراې ځينې مهم پټ رازونه له رسنیو سره شریک کړل، امریکا هغه په جاسوسۍ تورن کړ او دنیولو هڅې يې پيل کړې. دامريکا لوی درستیز  جنرال مارتي دمپسې يې په اړه څه وخت وړاندې ويلي و، چې امريکا دوو کلونو وخت او ميلاردونو ډالرو مصرف ته اړتیالري، ترڅو د سنودین د د راز پاشنې تاوان جبران کړي.
د سنودين د رازونو دافشا په اړه  لومړی وار  واشنګټن پوسټ او ګاردين خبر ورکړ، یاده دې وي چې سنودين په تېرميلادي کال کې له امریکا د باندې په یو هېوادکې پناه اخيستې.
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما  ويلي، چې دوی به د سنودين د نیولو ټولې قانوني لارې وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x