
د نا شکرۍ اخري سرحد
ليکوال : منيب الرحمن رحماني
زموږ پلار ادم ع يوه خطا وکړه چې په نتيجه کې د جنت نه بهر او ددنيا دې سخت او د تکاليفو ډک ژوند ته ولېږل شو،وروسته ادم ع په کلونو کلونو خپل رب تعالی ته اوښکې تويې کړې او په پای کې مهربانه څښتن تعالي هم هغه ته عفوه وکړه.
ادم ع او بي بي حواه دنيا ته راغلل او ژوند یې پيل کړ،اوس ددوی نه داسې يو يو نسل پيدا کېدونکي و چې هم به جنت او هم به دوزخ ددوی نه ډک کېدلو ځکه کله چې ادم ع خطا وکړه نو خپل رب تعالی ته يې وويل چې اې څښتنه زه په هرڅه راضي يم که غواړې ما بېرته له مابینه يوسه خو رب ذوالجلال ورته وفرمايل چې تا ولې بېرته هيڅ کړم او يادې له مابينه وېسم اوس به جنت او دوزخ ستا د اولادو نه ډک کوم.
د ښکلا او دنعمت د مرکز جنت نه انسان يوې خړې او سپېرې دنيا ته لېږدول شوی و،په کومه نړي کې چې انسان دومره نابلده و چې نه پوهېدو مړی څه کړي يعنې يا يي خښ کړي يا يي څه رقم کړي په داسې يو نړي کې د انسان ژوند شروع شو.
رب تعالی داعرش اعظيم نه چې د نړي سره يې مابين کې دا عالم يعني عالموجود سياري شمسی نظام،کهکشانونه او بي شميره موجودات دي و او ددې نه وروسته چې کوم عالمونه دي لکه لطیف،ملکوت،جبروت چی زموږ علم فقط پدې موجود نظام هغه هم په ځينو برخو کي کار ورکوي موجود و ځکه زموږ دعالم نه وروسته په لطيف او نورو عالمو کې دا مقياسونه او فکرونه دکار وړ نه دي نو د خپل رب تعالی نه دومره لرې لېږل شوي انسان اوس ډېر بې وسه پاتی شوي و،چې ملایکو او نورو موجوداتو ورته اوښکې تويولې.
خو مهربانه څښتن انسان يوازې پرېنښود هم يي د هغه توبه قبوله کړه هم يې د خپل نعمتونو باران ورباندی وکړ.
ځمکه یې هواره کړه پکې یې کلک غرونه د مېخ په شان ځاي په ځاي کړل،دريابونه يي پيدا کړل او په لمر يي اوبه ګرمې او د بخار په واسطه یې پورته کړی، تصفيه یې کړې،په وريځو کي يي ځاي په ځاي کړي په بادونو يي وريځو ته حرکت ورکړ او د باران په شکل يې ځمکې ته راولېږل او مړه ځمکه یې ورباندې ژوندی کړه.
واورې یې وورلولې او په غرونو کې یې ذخیره کړې،ژمی وړي کې يي دهغه نه د انسان لپاره سيندونه جاري کړل.
د ځمکې نه رقم رقم حاصلات ،غلې دانې،رقم رقم مېوې یې انسان ته مخکې کړې او انسان ته یې ترمرګه د رزق ورکولو وعده ورکړه.
شپه او ورځ یې را مابين ته کړل،ځمکې ته یې په داسې معلوم او منظم سرعت په خپل مدار کې حرکت ورکړ چې په ډېر مناسب وخت شپه او ورځ مابين ته راوړي او په ورځ کې انسان خپل حاجتونه پوره کړي او د شپې ارام وکړي.
مهربان څښتن انسان ته د خپل جنس نه يې جوړه ورکړه ترڅو يو د بل لباس شي او يو بل ته سکون ورکړي او انسانان يې نر او ښځه جوړه جوړه خلق کړل.
وروسته یې حيوانات خلق کړل انسان ته یې دانسان نه څو چند قوي حيوانات په واک کې ورکړل او انسان ته يې مسخر کړل، انسان هم دکار هم د رزق ګټه ترې واخيسته.
بيا رب العالمين انسان ته د جنت او ددوزخ د شتون او دهغه د لارو دخبر ورکولو لپاره خپل نبيان ع او کتابونه راولېږل ترڅو انسان ښه او بد وپیژني او بيرته خپل پلرني ځاي جنت ته ورګرځي.
اوس نو په محمد ص او قرآن کريم سره الله ج په انسانانو خپل نعمت پای ته ورساوه او اوس انسانان په دوه ډلو وويشل شول يو هغه چې اخته دي او دخپل پلرني ځاي لپاره کار کوي د الله ج اوامر او نواهی مني هغوي دمرګ په انتظار دي چي بيرته د خپل پلار اصلي وطن جنت ته لاړ شي او بله ډله بيا په ددې دنيا مين شول هغوي دوعده شوي جنت په ځاي دا نقد او اوس ددوي تر لاس لاندي دنيا غوره کړه او دمرګ نه نفرت کوي.
دا ما فقط يو څو سرسري نعمتونه ياد کړل که نه دالله ج نعمتونو لپاره قلم ناتوان، ګوتې ضعيفي،کاغذ کم،عقل ناتوان دي او دهغه نمعتونه د حساب نه وتلي دي.
موږ ډېر نشتو ته ګورو او د شته شيانو ليدو ته ړانده يو يعني اصل کې زړونه ړانده دي ځکه موږ د روح تغذيه شيطان ته حواله کړي او خپله په خامه او پخه غوښه پسې لګيا يو.
نتيجه دا چې اکثرو اسلام منلي خو ايمان راوړل بيا بيله خبره ده.
که په ليکنه کې څه غلطي وي لومړي دخپل څښتن تعالي بيا ددرنو لوستونکو څخه بښنه غواړم.