
اجراییه مشر د ټرمپ له مرستیال سره ولیدل
نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس سره وکتل.
د اجراییه ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو د افغانستان د پرمختګونو، امنیتي وضعیت او د سیمې په اړه یې خبرې اترې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، مایک پنس عبدالله عبدالله ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د شویو پرمختګونو څخه خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس د ګډ حکومت اجراییوي مشر عبدالله عبدالله ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان سره به د امریکا مرستې روانې وې او امریکا پر خپله ژمنه ولاړ ده.
کرزی: امریکا له داعش سره پټې اړيکې لري
عبدالله عبدالله د امریکا نوې ستراتېژي د افغانستان او سیمې لپاره ګټوره بللې او د افغان ځواکونو ستاینه یې کړې، چې د «دُښمن» پلانونه یې شنډ کړي دي.
په دغه ناسته کې اجراییه مشر د امریکا د ولسمشر مرستیال څخه غوښتي، چې پر پاکستان دې فشار راوړي، څو په دغه هېواد کې د «ترهګرو» پټنځایونه له منځه یوسي.
دواړو مشرانو د افغانستان پر امنیت، ټاکنو، اداري پر ضد د مبارزې، د امریکا د نوې ستراتېژۍ پر عملي کېدو او د سیمې په اړه خبرې اترې کړي دي.
تېره ورځ اجراییوي مشر په واشنګټن کې د امریکا غږ راډیو له خبریالانو سره په خبرو کې ومنله، چې د پاکستاني حکومت پر ضد جنګیدونکي د افغانستان په هغو ځایونو کې مېشت دي، چې حکومت ورته لاس رسی نه لري.
عبدالله عبدالله ویلي وو، چې دوی د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ کوم توپیر نه کوي او د دواړو پر وړاندې جګړه کوي.
اجراییه مشر امریکا او کاناډا ته په سفر روان شو
د ګډ حکومت اجراییوي مشر عبدالله عبدالله د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا او کاناډ په سفر تللی، چې نن به په کاناډا کې په یوه امنیتي ناسته کې هم ګډون وکړي.
د ګډ حکومت اجراییه مشر د ټيکساس په کليسا کې شوی بريد وغانده
اجراییه مشر د امریکا د نوې ستراتېژۍ هرکلی داسې مهال کوي، چې امریکا د تېرو څو کلونو په پرتله په هوايي بریدونو کې ډېروالی راوستی، چې ډېره مرګ ژوبله یې هم ملکي وګړو ته اړولې ده.