افغانستان

کندهار ښار کې پوليسو د يوې شاعرې «مينه انتظار» کور لوټلی

نن ټکی اسيا: تېره شپه د کندهار ښار ميرزا محمد خان قلعچه سيمه کې پوليس د يوې شاعرې او ليکوالې “مينه انتظار” پر کور وراوښتي او هغه يې سرتوره کړې او غوښتل يې چې، د دوی ښځې په زور له خپل کوره وباسي او پوستې ته يې ځان سره بوځي.

مينه وايي چې، تېره شپه ۱۲:۳۰ په خپل کور کې ويده وه، د کندهار ښار د اتمې حوزې د پوليسو د امنيتي حوزې آمر عبدالودود سرحدي “جوجو” سره له ۷ پوليسو يې کور ته ور واوښتل؛ دا او د کور نورې ښځې يې له لاسه کشولې او غوښتل يې چې، له ځان سره يې پوستې ته په زور بوځي.

 مينه وايي چې، د دوی ښځو چیغې او نارې وکړې، پوليس له دې ويرې له کوره و وتل چې، خلک راخبر نشي. مينه زياتوي چې، پوليسو يې له کوره د سرو زرو يو امېل، ۲۲ زره افغانۍ چې، د ورور يې د يوې مياشتې تنخوا وه او يوه ډي وي ډي له ځان سره وړي دي.

مينې له ټولو چارواکو او مخورو سپين ږيرو غوښتي چې د پيښې پلټنه دې وکړي او عاملينو ته دې سزا ورکړي.

د يادونې وړ ده چې، دا لومړی ځل ندی چې، پوليس، اربکيان يا د ملي اردو عسکر د خلکو کورو ته وراوړي، غلاوې ترې کوي، ښځې يې سرتوروي او …، بلکې نن سبا دا خبرې او کارونه د خبرونو برخه ګرځيدلې چې، امنيتي کسان د خلکو پر حريمونه تيری کوي، ولې تر اوسه هيڅ مجرم ته د خپل عمل سزا نده ورکړای شوې. ځکه د هر قانون ماتوونکي او مجرم تر شا د لوړپوړو چارواکو ملاتړ وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x