افغانستان

غني: د وارداتو ډېروالی افغانستان ته لوی ګواښ دی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): ولسمشر غني نن په کابل کې د څلورم ښاري ملي کنفرانس ته په خبرو کې وویل، چې د وارداتو ډېروالی د افغانستان ته لپاره تر ټولو ډېر ګواښ دی.

ده په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان ته هر کال له دوه میلیاردو ډېر خوراکي توکي او له یو میلیارد ډېر ودانیز او نور توکي له بهره راوړل کېږي.

د غني په خبره، دې یوه ته هم اړتیا نشته چې له بهرنیو هېوادونو راوړل شي.

د ګډ حکومت لومړي مشر پر کورنیو پانګوالو غږ وکړ، په دې برخه کې پانګونه وکړئ او هره پروژه کې تاسو ته لومړیتوب درکول کېږي، خو تاسو پانګونه وکړئ.

غني افغان پانګوالو ته په خطاب کې وویل«صنعتي پارکونه غواړئ درکوو یې، ۲۵ فیصده ترجیح مو قراردادونو کې تاسې ته درکړې، خو خپل کورني تولیدات لوړ کړئ، نور بیروکراسي ستاسې مخه نه‌شي نیولی، زموږ ټول ښارونه په وارداتو ولاړ دي، هګۍ واردوئ چې شپېته ورځې پرې وتي دي، ایا موږ د چرګانو هګۍ نه‌شو تولیدولی»

ولسمشر غني نن د څلورم ښاري کنفرانس ګډونوالو ته یو ځل وویل، چې پر کونړ سیند به د برېښنا بندونه جوړ کړي او په دې برخه کې یې له چین سره تړون کړی او په فراه، نیمروز او هلمند کې هم د اوبو د مدیریت پروژې روانې دي.

غني ومنله چې ځینې لویې پروژې بې کیفیته جوړې شوي؛ خو بیې یې ډېرې لوړې وې.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل، اوسنی وضعیت نه حکومت او نه هم ولس ته منظور دی.

ده وویل، کابل کې د داسې بند جوړولو پلان لري، چې له مخې به یې ټول کال سیند بهېږي؛ خو نوموړي یې ځای او وخت په ډاګه نه کړ.

د ښاري ملي څلورم کنفرانس نن پیل شو، چې درې ورځې نور به هم دوام وکړي او پاتې دوې ورځې به د پولیتخنیک پوهنتون کې وي.

په ننني کنفرانس کې د کندهار، لښکرګاه، چاریکار، ګردېز، خوست، میمنې، قلعه نو او مهترلام ښاروالان وستایل شول، چې ښه پروګرامونه یې وړاندې کړي دي.

افغانستان اوسمهال په سلو کې سل توکي له بهرنیو هېوادونو واردوي او کورني پانګوال هم د امنیتي وضعیت، د برېښنا نشتوالي او په ادارو کې د ډېرو مراحلو له امله پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

No peace, no Electricity and Corruption are the mean reasons.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x