افغانستان

نيمروز کې د طالبانو بريدونو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۶): طالبانو د نيمروز ولايت په دلارام ولسوالۍ کې په دولتي پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې يوه پوسته نيولې او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو له لوري نن ټکی اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی پلويانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د “شين غزي” په سيمه کې هرات ته په غزيدلي سړک د دولتي عسکرو په پوسته بريد کړی او په مکمله توګه يې نيولې ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پوسته کې يې دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې چې د ۷ عسکرو جسدونه په پوسته کې پاتې شوي دي.

دغه راز طالبانو ويلي، چې سيمې ته په راغلې کومکي قوه او دوو نورو پوستو يې هم بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نيمروز امنيتي مسئولينو دغه بريدونه تاييد کړي، خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې جزيات نه دي ورکړي.

په دلارام کې د يوې پوستې قومندان چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله رسنيو ته وويل، چې يوې پوستې سقوط کړی او په دغو بريدونو کې ۹ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وايي، په جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو طالبان خپل لوري ته يواځې د درې تنو ټپي کېدل مني.

طالبانو ويلي، په نيول شوې پوسته کې يې يو رينجر موټر سوځولی، ۸ ميله سپکو او درنو وسلو سربيره، ۲۵ د راکټ مرمۍ، ۲۵ لاسي بمونه او په زياته اندازه مهمات او نور پوځي توکي يې هم نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x