پښــــتو ادب

شاعرې خور مينې انتظار ته!

درنې خورې!
ستا سوې کړيکې دلته څوک نه اوري!
ځکه چې دلته ځینو په غوږونو کې د داسې خبرې نه اورېدو لپاره مالوچ ايښي!
ستا سوې کړيکې دلته څوک نه اوري!

ځکه چې دلته د ځینو په سنیو کې د غوښې پر ځای موټي موټي تېږې اېښې!
ستا سوې کړيکې دلته څوک نه اوري!
ځکه چې ته د دوی په معیار نه يې برابره، د دوی معیار د پردیو ارزښتونو ټولګه ده، خو دوی يې نوخپل بولي،ځکه خو نه مظاهره کېږي او نه هم د ښځې د مظلوم قشر سره شوی ظلم، څوک ظلم بولي!
ستا سوې کړيکې دلته څوک نه اوري!
ځکه چې دلته پخپله مجرم، هم قاضی دی، هم څارنوال او هم پاچا!
مګر تا دا زده کړل!
چې افغان بې وسه مظلوم ملت یواځې په ښارنو پسې نه دی محدود، د کلیو او بانډو د هرې  پوستې خټین ديوالونه هره شپه د يوې پېغلې په بې وسۍ اوښکې تويوي.
او ته څومره ښه يې!
چې خپل غږ پورته کولای شي، ناره کولای شي د انسانانو زړونه ښورولای شي، په دې باور ولره چې پرېمانه په انساني قوارو کې پټ حیوانات په تاپسې خاندي!
هغوی پرون، همدا ستا له قشره همدا د جوجو پلویان په ګلونو ونازول، هغوی په کلیو بانډو کې د چرسو په لوخړو کې د دپو خاموشو پېغلو سلګیو له ځوره څه خبر دي؟؟؟
ته پوهېږې!
هره شپه، د کلي له هرې پوستې یا یوماشوم تنکی غږ یا هم سوې تنکۍ کړيکې په کړسنده خنداګانو کې ورکې وي!
خو که هغوی د غږ پورته کولو نیت هم وکړي، ټوله دجالي ميډیا به په کړس کړس ورته وخاندي!
خو ګوره په خوله لاس کېږده! چاته وانه وايې! تا به ټول خلک لېونۍ وبولي، هغوی ته د خپلو کړنو خلاف خبره کول لوی جرم ګڼل کېږي!
ته هم پټه، ډېره وژاړه!ځکه ستا خبره څوک نه اوري! هغوی ټول به په کړس کړس وخاندي او ښکاره به ووايي چې
هههههه دا وګورئ! په سرتېرو پسې تهمت وايي!!!
نه پوهېږم موږ چې کله د دغسې سلګونو وحشتونو پرده پورته کوو، د پنجاب سپي بلل کېږو، خدایزده چې په تا به کوم نوم کېږدي!
مګر ته تنها نه يې!
ته نه يې خبره! ته پرې پوه هم نه يې! خو ډېر ځوانان ستا او دداسې سلګونو نورو د عزت ساتنې لپاره خپلې غوښي شیندې!
مينې!
که دې هروخت جاجو ته ښېراکوله، نو هغوی هم په دعاکې مه هېروه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x